د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د سولې کمیسیون:له دولت سره د مخالفینو په یوځای کولو کې ښه تجربه لرو


د سولې او ملي پخلاینې د کمیسیون چارواکي که څه هم د سولې عالي شورا ته په ښه نظر ګوري خو وایي، چې د دې شورا فعالیتونه به هغه وخت ډیر اغیزمن وو چې له دې کمیسیون سره یوځای شوې وې.

د دې کمیسیون مرستیال سید شریف یوسفي د سې شنبې په ورځ له دولت سره د کابو دیرش تنو وسله والو مخالفانو د یوځای کېدو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د سولې او ملي پخلاینې کمیسیون له دولت سره د وسله والو مخالفانو په یوځای کولو کې ښه تجربه لري او په دې برخه کې یې مهم کارونه هم ترسره کړي دي.

د ښاغلي یوسفي په خبره د سولې او ملي پخلاینې کمیسیون د بودیجې له کموالي سره سره ښه ځلیدلی او که چېرې د سولې عالي شورا په دې کمیسیون کې مدغم شوې وې نو د سولې فعالیتونو به له لاښه نتیجه ورکړې وه:

"موږ د سولې عالي شورا ته هم نیک نظرلرو، خو د دې کمیسیون تجربې زیاتې دي او ښې لاس ته راوړنې یي هم درلودې.

کاشکې د سولې عالي شورا هم د سولې او ملي پخلاینې په کمیسیون کې مدغم شوې وې.

موږ د بودیجې د کموالي له امله دا مهال د افغانستان د څلوردیرش ولایتونو پرځای یوازې په دولسو ولایتونو کې نمایندګۍ لرو".

د سولې او ملي پخلاینې کمیسیون له تیرو شپږو کلونو راهیسې د یوې خپلواکې ادارې په توګه فعالیت لري، د دې کمیسیون مسوولان وایي چې تر اوسه نږدې اته نیم زره وسله وال مخالفان د دې کمیسیون له لارې له دولت سره یوځای شوي او څه باندې یونیم زر تنه نور د څرخي پله، بګرام او ګوانتانامو له زندانونو څخه را خوشې شوي دي.

په عین حال کې داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې د دې کمیسیون له لارې له دولت سره یو شمېر یوځای شوي وسله وال مخالفان په بېلابېلو دلایلو بیرته وسله وال مخالفت ته مخه کړې او دا مهال د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګیږي.

خو د سولې او ملي پخلاینې د کمیسیون مرستیال سید شریف یوسفي په دې اړه د ازادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې دا ډول راپورونه رد کړل او ویي ویل چې په دې برخه کې دوي ښه کاري پروسیجر لري:

"له نیکه مرغه په تیرو شپږو کلونو کې موږ دقیق اداري سیستم لرو، مخالف کسان هغه وخت موږ ته معرفي کیږي، چې د دیني علماوو، والیانو، ولسوالانو او قومي مشرانو له خوا یې تضمین وشي.

کوم کسان چې د دې کمیسیون له لارې له دولت سره یوځای شوي هیڅکله د جګړې ډګرته بیرته نه دي تللي".

د سولې او ملي پخلاینې کمیسیون د پخواني جهادي مشرحضرت صبغت الله مجددي ترمشرۍ لاندې فعالیت لري، خو یو شمېر کسان د دې کمیسیون ترسره کړې چارې ډیرې ګټورې نه بولي او وایي چې د دې په پرتله د سولې عالي شورا په تیرو څو میاشتو کې د پام وړ هڅې کړي او ښایي چې ښه نتیجه هم ورڅخه ترلاسه شي.

خو د سولې او ملي پخلاینې کمیسیون وایي، چې له دولت سره د زرګونو وسله والو مخالفانو د یوځای کېدو ترڅنګ د دې کمیسیون په هلوځلو سلګونه میله وسلې هم د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوي او سلګونو هغو کسانو ته یې دندې هم پیدا کړي چې د وسله والو مخالفانو له لیکو څخه د دولت خواته اوښتي دي.
XS
SM
MD
LG