د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

د ګواډر بندر:موږ د لویي لوبې ښکار شو


د پاکستان له شمالي سیمې چې د افغانستان اړخ ته پرته ده او دې هېواد په کې له تروریزم پر ضد جګړه کړې، ډیر لیري یو بل شورش روان دی چې مرکز یې د ګوادر په ساحلې بندر کې دی. دا هغه سیمه ده چې د پاکستان بل ګاونډي ایران سره پوله لري .

هغه شان چې د طالبانو پرضد جګړې د نړېوالو پام ځانته اړولی، خو بیا هم په دې سیمه کې نارامیو لږه پاملرنه خپله کړې .

اته کاله مخکې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کب نیونې د یوه وړوکې بندر، ګواډر په اړه دا خوبونه لیدل کیدل چې دا به له ګمرګې حقونو څخه په یوه معاف بندر بدل شي او دا به په یوې ازادې اقتصادي سیمې واوړي.

داسې هیلې په غوړېدو وې چې ګواډر به د مالونو د انتقال لپاره یو سیمه ایز بندر وی او په کې به تجارتي او صنعتي فعالیتونه تر سره کیږي او په دې توګه به دا بندر پاکستان د مرکزي اسیا د تیلو او ګازو د پراخو زیرمو لرونکو هېوادونو سره وصل کړي.

له سیمه ایزو خلکو په ډیره لوړه بیه مځکې و پیرل شوې، د اعلانونو په تختو باندې د راتلونکو کورنو اعلانونو ډیر ژر د خلکو پاملرنه ځانته واړوله او بیا د چین په مرسته پر دې بندر باندې کار پیل شو.

د هغو لوېو لارو چې ګواډر بندر له کراچې سره وصلوي له ټاکلې وخت سره سم یې کار ختم شو.

نن د بندر کار تمام دی او د بیړېو تګ راتګ ته تیار دی خو ګواډر هسې چې یې تصور کېدو د سرو زرو نه بلکه ډیر داسې ښکاري لکه د ارواوو ښار چې وي.

تشې نقشه شوي مخکې چې د ابادولو ژمنه ورسره شوې وه د ودانیو په انتظار دي خو هیڅکله په کې ابادي ونشوه .

په دې توګه د ټولو نه د تعجب وړ خبره دا وه دغه بندر د چین پر ځای د سنګاپور حکومت ته د درې کالو لپاره په اجاره ورکړای شو .

یوې مهمې تجارتي لارې سره نږدې د چین د انجنیري د یوې ډلې له خوا ژور بندر جوړ شو، د چین حکومت په دې پروژې ډیر لګښت وکړ.

ویل کږي، چې څه باندې دوه سوه میلیونه ډالره یې پرې ولګولای او په دې توګه د چین حکومت هیله درلوده چې په وچه کې محصوره د چین جنوبي سیمې به وکولای شي چې سمندر ته لار ومومي.

د ګواډر د سیمي اوسیدونکې چې د دې سیمې له ابادېو د ګټې په فکر کې وو په سیمه کې د بېلابېلو پېښو له امله سخت ناهیلي او ځپل شوې دي.

اضغر شاه چې د سیمې یو اوسیدونکې دی او له یوې غیر دولتي موسېسې سره یې کارکاوه وايي، موږ یوه بدلون ته سترګې په لاره وو خو د یوه لویې لوبي قربانیان شو او هغه دا چې د ادعاوو له مخې د پاکستان پر حکومت فشار راوړل شو چې دغه بندر چین ته ونه سپاري.

په حقیقت کې امریکایان غواړي، چې ګواډر د یوه بالقوه نظامې هډې په توګه وکاروي ځکه چې ایران ته نږدی دی.

سیمه ایز خلک پر حکومت انتقادونو ته زړه نه ښه کوي، اضغر وايي خلک له ګواډره ورکیږي او څو ورځې یا تر اونیو وروسته د هغوې جسدونه په لرو سیمو کې موندل کیږي، خو هیڅوک نه پوهیږي چې د دې مسلې تر شاه د چا لاس دی .

ګواډر نن تش ښار دی او خلک له بهره ورته د شک په سترګو ګوري، ډیر لوستې ځوانان د کار په لټه د پاکستان نورو سیمو ته تللي.

د ګواډر په سیمه کې لوی، لکس او نوی جوړ شوي کانتین انتل هوټل تش پش پروت دی.
XS
SM
MD
LG