د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د افریقايي ټولنې پلاوی به له لیبیايي مخالفینو سره وګوري


ټاکل شوی، چې د افریقايي ټولنې یو لوړ رتبه پلاوی د لیبیا په ختیځ ښار بنغازي کې د حکومت له مخالفانو سره وویني.

پلاوی به دې چې یو شمېر افریقايي هېوادونو مشران په کې شامل دي په لیبیا د اتو اونیو راهیسې د روانې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د معمر قذافي له مخالفانو سره د لارې د نقشې پر پیشنهاد شوي پلان وغږیږي.

له دې نه مخکې دغې پلاوی دی یکشنبې په ورځ په طرابلس کې د لیبیا له مشر معمر قذافي سره وکتل او د جنوبي افریقا د ولسمشر په وینا قذافي ورسره موافقه وکړه چې د سولې پشنهاد شوی پلان به ومني.

خو د دواړو خواو تر منځ د یوې مهمې مسلې پر سر د اختلاف له امله د روانو هڅو په مخکې یو لوی خنډ موجود دی.

معمر قذافي وايي، د مخالفانو دا غوښتنه به چې دی دې له واک نه لرې شي ونه مني او بل لورته بیا د نوموړي مخالفان ټنیګار کوي د سولې هیڅ داسې پلان به ونه مني چې په نتیجه کې يې قذافي په واک کې پاتي کیږي.

د افریقايي ټولنې د سولې او امنیت د شورا مشر رمتانې لمامرا په طرابلس له معمر قذافي سره تر لیدو ورسوته اعلان وکړ، چې د لیبیا مشر ورسره د اوربند او د حکومت او مخالفانو تر منځ د خبرو اترو په پیلولو موافقه کړې ده،هغه وویل:

(د لیبیا د انقلاب مشر د افریقايي ټولنې د لارې د نقشې پلان منلی دی، دا پلان پر دغو ټکو څرښیږي:

لومړی په فوري توګه د دواړو خواږو تر منځ د جګړې بندېدل.

دوهم اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسلو لپاره د زې ربطو لیبیايي مقاماتو همکاري.)

خو د لیبیا د حکومت مخالفانو لا دمخه د قذافي له خوا د اوربند د عملي کولو پر ژمنې څرګند کړی، ځکه چې له دې نه مخکې نوموړي دوه ځله د اوربند اعلان وکړ خو خکومتي ځواکونو دواړه وارې دا ژمنه ماته کړه.

په عین حال کې د جنوبي افریقا ولسمشر جوکپ زوما پر ناټو غږ کړی، چې د لیبیا پر دولتي ځواکونو خپل هوايي بریدونه ودروي څو د افریقايي ټولنې د اروبند پیشنهاد ته د عملي کېدو زمینه برابره شي.

د افریقايي ټولنې په پیشنهاد شوي پلان کې چې قذافي منلی، په لیبیا کې دی وې انتقالي دورې غوښتنه شوې چې په کې به حکومتي مقامات او مخالفان د هغو اصلاحاتو پر راوستو کار کوي چې د افریقايي ټولنې د امنیت او سولې د کمشنر په وینا د لیبیا د خلکو د غوښتنو سره سم وي.

په عین حال کې په بنغازي ښار کې ګڼ شمیر حکومت ضد وسله والو د غې سیمې ته د افریقايي ټولنې د پلاوي د سفر د انګیزې په اړه شکونه څرګند کړه.

دغو وسله والو پوښتنه کوله چې ایا افریقايي ټولنه په واقیعت سره د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره هڅه کوي او یا دا د افریقايي حکومتونو لخوا چې له قذافي سره نزدې اړیکې لري ، د نوموړي د رژیم د ژغورولو یوه هڅه ده؟

بل لورته د قذافي مخالفان وايي دوي په هغې صورت کې د اوربند پیشنهاد ومني چې دولتي ځواکونه د هغوي د ښارونو کلابندي پای ته ورسوي او بیرته خپل اډو ته ستانه شي.

مخالفان دغه راز د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي او غواړي چې د معمر قذافي رژیم په ټول هیواد کې د خلکو مظاهرو او لاریونونو ته اجازه ورکړي.
XS
SM
MD
LG