د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

ننګرهار:٤٠ سلنه ادارو کې د اداري اصلاحاتو پروګرامونه پلي شوي


په ختيځ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو چارواکي وايي، چې ١٣٩٠ کال تر پيله يې ( ٤٠) سلنه ادراې د دوي د پروګرامونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د دغه ادارې مشرې نفيسې (منصف) د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، په تېر ١٣٨٩ کال کې پر ٢٨٠ تنو د پي ،اى، ار پروسه پلي شوې، ٧٧٨ مامورين، ٥٢٣ اجير او ٧٦١٤ ښوونکي د رتبوي معاش له مخې پر دندو ګمارل شوي دي.

ميرمن منصف زياته کړه، په څلورو کلونو کې د ادارې اصلا حاتو پروګرامونه په ټولو ادارو کې عملي کیږي، چې په خبره يې ١٣٩٠ کال په پيل سره د دغې پروسې دريم کال ته ور داخل شوي دي.

نوموړې وويل: د لومړي کال تر پايه يې په لس سلنه ادارو کې دغه پرګرامونه پلي کړي، چې په دويم، دريم او څلورم کال کې ٣٠ فيصده ادارو کې ياد پروګرامونه پلي کيږي، چې په وينا يې تر دا مهاله يې د ختيځې سيمې په ٤٠ فيصده ادارو کې خپل پروګرامونه پلي شوي دي.

دغه اداره وايي، کوم خلک چې د ادارې اصلاحاتو له پروسې څخه راضي نه دي د هغوي د شکاياتو د درجولو لپاره يې ځانګړى کميسون جوړ کړى او تير کال يې په ټوليز ډول ٣٧ بيلابيل شکايونه ثبت کړي، چې د هغې له جملې څخه يې ٢٢ حل او فصل کړي او پاتې ١٥ نور يې د وروستيو پريکړو لپاره د شکاياتو بورډ ته ليږلي دي.

دوي دغه راز وايي، تير کال يې ٧١٨ بېلابېل ورکشاپونه، سيمنارونه او د زده کړي روزنيز بېلابېلو کورسونه د ځوانانو د عامه پوهاوي په موخه جوړ کړي .

د يادولو ده، چې د ننګرهار ولايت ګڼ شمېر خلک د ملکي خدمتونو له ادارې څخه شکايت کوي او وايي چې دوي تل د روابطو او بډو په مقابل کې خلک پر دندو ګماري، خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداري چارواکي وايي، چې کار د کار اهل ته د سپارلو او د واسطو د مخنيوي په موخه يې د ملکي خدمتونو د طرز العمل پر اساس په څلورو بېلابېلو ولاياتو کې د ټاکنو لپاره پنځه کسيزه هيات پر دنده ګمارلى چې په راس کې يې د ولايتي شورا ، ولايت مقام، ښځو چارو رياست ، د ادارې اصلاحاتو خپلواک کميسون او د استخدام کوونکې ادارې يو يو تن وجود لري تر څو د درغليو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG