د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

له سمنګانه پي ار ټي ووته


په سمنګان ولایت کې سیمه ایزچارواکي وایي، چې پي،ار،ټي یا د ولایتي بیارغونې ټیم له دې ولایت څخه ووت.

د سمنګان والي خیرالله انوش ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ایبک کې د فنلنډ او سویدن شاه خوا دیرش تنه عسکرد ولایتي بیارغونې د ټیم په چوکاټ کې فعالیت درلود.

ده څرګنده کړه، چې افغان ځواکونه کولای شي په دې ولایت کې امنیت ټینګ کړي خو د بیارغونې په برخه کې باید د خلکو له غوښتنې سره سم کارونه ترسره شي.

د سمنګان والي په ډاګه کړه، چې په تیرو کلونوکې د ولایتي بیارغونې دې ډلې د بیارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه نه دي ترسره کړي.

لا تر اوسه له سمنګان ولایت څخه د ولایتي بیارغونې د ډلې د وتلو اصلي علت نه دی څرګند شوی.
XS
SM
MD
LG