ولسمشرحامد کرزی وايي، که امریکا غواړي، چې له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې ولري، نو باید د افغانستان له خوا وړاندې شوي شرطونه، چې په ملکي او پوځي برخو کې د دغه هېواد د چلند بدلون دی، ومني.
د امریکا د مرستو په لګولو کې بدلون، د افغان حکومت پر وړاندې د خنډونو لرې کول او د افغان ځواکونو پیاوړې کول هغه څه دي، چې د ولسمشر کرزي په خبره امریکا يي باید د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو لپاره ومني:
(ډېر شرطونه مو ورباندې اېښي، لاس او پښې مو ورتړلي دي، له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو لپاره لومړی شرط: په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی.
که امریکا له افغانستان سره ستراتيژیکې اړیکې غواړي، نو زموږ شرطونه باید ومني، موږ نامعقوله او ناشوني شرطونه نه ږدو.
داسې شرطونه ږدو، چې په هغو کې د افغانستان ګټې، چې په ښکاره په سترګو ولیدل شي، ځای ولري او د افغانستان خلک يي وویني او په هغو کې يي ګټه وي.
په ټولو مواردو کې مو داسې اساسات اېښې، چې په هغه ځای کې، چې د امریکا ګټه ده او د افغانستان له ګټو سره په تضاد کې نه دي، هغه هم منو.)
ولسمشر کرزي وویل، چې له امریکا سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکارېو د سند د جوړلو په اړه به د افغان دولت نظرونه په راتلونکي کې له امریکايي چارواکو سره شریک شي.
تراوسه روښانه نه ده، چې د امریکا متحده ایالت به د افغان حکومت د دغو شرطونو پر وړاندې څه ډول دریځ غوره کړي.
د ښاغلي کرزي په وینا، دوي د دغه سند د جوړولو په اړه د واشنګټن له خوا وړانديز شوې طرحه ۱۴ ورځې مخکې ترلاسه کړې ده.
که څه هم ښاغلي کرزي وویل، چې د امریکا طرحه يي په سمه توګه لوستې، خو دا چې په دغه وړاندې شوې طرحه کې کوم مسایل شامل دي، جزییات ورنه کړل.
ښاغلي کرزي، چې په کابل کې خبرې غونډې ته وینا کوله وړاندې وویل، چې که له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو سند د افغانستان په شرايطو برابر جوړ شي، د افغانستان په ګټه به وي.
ولسمشر کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ او ويي ویل ، چې د دغه سند په اړه وروستۍ پرېکړه به په لویه جرګه کې وشي:
( د ستراتیژیک تړون په توګه د بهرنیانو حضور هغه مسایل دي، چې موږ ورباندې غور کوو، په دې اړه به تاسې په وخت او په تفیصل خبر شي، تر هغې ورځې، چې لویه جرګه جوړه شي.
تمه لرم ، چې زموږ لویه جرګه تر راتلونکو ۲ تر ۳ میاشتو جوړه شي.
تیاری مو ورته نیولی، هغه کسان، چې د لویې جرګې غړی به ټاکي لست يي برابر شوی دی. دا جرګه به انشاء الله مونږ ته پدې برخه کې لارښوونه وکړي، چې څه وکړو.)
په داسې حال کې ، چې افغان حکومت له امریکا سره اوږد مهاله ستراتيژیکې اړیکې د خپل هېواد په ګټه بولي، خو د دغه سند د لاسلیکولو په اړه د افغان دولت هڅې یو شمېرهېوادونه اندېښمن کړي دي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو جوړول هغه مسله ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکارېو په سند کې ځای ورکړل شوی.
خو د یو شمېرسیمې هېوادونه په ځانګړې توګه ایران له دې کبله وېره لري، چې د دغو اډو په جوړولو به د دوي امنیت له ګواښ سره مخامخ شي.
خبریاله ماریا صدیقي