د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۳

ولسي جرګې د بیړنیو حالاتود کمېټې غړي ځانته رابللي وو


په افغانستان کې د بیړنیو حالاتو د کمېټې غړي له یو لړستونزو څخه شکایت کوي او وایي چې له همدې امله دوي نه شي کولای چې د طبيعي پېښو د کېدو پر مهال په وخت اجرات وکړي.

د دې کمېټې غړي او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رییس ډاکټر دایم کاکړ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غوڼده کې وویل، که څه هم په تیرو کلونو کې د طبیعي پېښو د کېدو او په بیړنیو حالاتو کې څه ناڅه اقدامات شوي خو لکه څنګه چې لازمه ده او خلک زیانمن شوي اجرات نه دي شوي.

د ډاکټر کاکړ په خبره دا اداره د فني کارکوونکو له کموالي سره مخامخ ده او هم په تخنیکي لحاظ ډیرې ستونزې لري:

"په سیسټم کې یو لړ ستونزې شته چې له امله یې موږ نه شو کولای په وخت سره یوې پېښې ته رسیدګي وکړو او هغه زیانونه وڅیړو چې خلکو ته اوړي.

دغه راز هم د کارکوونکو له کموالي سره مخامخ یو او هم په تخنیکي لحاظ ډیرې ستونزې او نیمګړتیاوې لرو".

ډاکټر دایم کاکړ وویل، چې په ولایتونو کې د بیړنیو حالاتو د کمېټې مشران واليان دي چې دوي هم د ده په خبره له خپلو کړنو څخه دوي ته لازم او پر وخت راپورونه ورکوي.

د بیړنو حالاتو د کمېټې بل غړي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر جارالله منصوري څرګنده کړه، چې د سیلابونو او نورو طبیعي پېښو څخه وروسته دې وزارت د افغانستان په هره برخه کې چټک اجرات کړي خو د ښاغلي منصوري په خبره د دوي د کارونو ترسره کېدل یو څه وخت ته اړتیا لري:

"موږ اړ یو کله چې یو پول خرابیږي یا یو سړک زیانمن کیږي بیا یي سروې او ډیزاین کړو او وروسته د انجنیرۍ په لحاظ هغه بیا ورغوو.

خو تاسو ته دا ویلای شم، چې په تیر کال کې موږ خپل کارونه ښه ترسره کړي او په راتلونکې کې هم په خپلو ژمنو ولاړ یو او څومره چې توان لرو د خلکو لپاره به خدمت وکړو".

خو له دغو ټولو څرګندونو سره سره د بیړنیو حالاتو د کمېټې غړي د ولسې جرګې د وکیلانو له جدي انتقادونو سره مخامخ شول، د ولسي جرګې غړو ویل چې د بیړنیو حالاتو کمېټه نه ده توانیدلې چې د افغانستان بېلابېلو برخو ته رسیدګي وکړي او اړو خلکو ته لازمه مرسته ورسوي.

د ولسې جرګې غړي حاجي مشواڼي هم ورته انتقاد وکړ او ویې ویل چې له دې وروسته باید نوموړې کمېټه خپل فعالیتونه تنظیم او زیانمنیدونکو سیمو ته د مرستې لپاره ور ودانګي.

د بیړنیو حالاتو د کمېټې مسوولانو څرګنده کړه، چې د افغانستان په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې زرګونه ټنه خوراکي مواد او سلګونه ټنه درمل له مخکې نه انتقال شوي او د اړتیا په صورت کې به د ولایتي چارواکو په همکارۍ وویشل شي.

خو د ولسې جرګې یو شمېرغړي وایي، چې په ډیرو مواردو کې د بیړنیو حالاتو د کمېټې پر شوو مرستو په یو شمېر ولایتونو کې سیمه ایزو چارواکو خیټې اچولي او هیچاه او کومې ادارې یې پوښتنه نه ده کړې.

دوي په ډاګه کړه چې له همدې امله په ډیر شمېرسیمو کې له طبیعي پېښو څخه زیانمن شوو خلکو ته مرستې نه دي رسیدلي او که چیرې په دې برخه کې لازم اقدام ونه شي نو دا ستونزه به همداسې په خپل حال پاتې شي.
XS
SM
MD
LG