د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د درنو ورښتونو له امله د خوست _ ګرديز لاره تړل شوې


د پكتيا د ښېواک ولسوالۍ اړوند د سټو كنډو په سيمه كې د ګردېز - خوست د لارې دواړو غاړو ته سلګونه موټرونه له دې امله بند پاتې دي چې د تېرو ورځو بارانونو لاره خرابه كړې او په خټينه لار كې د زيات موټرونو ښويدلي او يا خښ شوي دي.

په لاره كې ايسار كسان له ډول ډول ستونزو سر ټكوي او په دې برخه كې مسولين ګرموي چې خپلې هڅې يې نه دي كړې،پر دغه لاره تلونكيو مسافرو ازادۍ راډيو ته وويل، چې د لارې د بندېدو خلک له ډېرو ستونځو سره مخ كړي.

ويل كېږي د لارې په اوږدو كې د كوچيانو رمي او ګډې هم چې له دې لويې لارې پكتيا او په نورو سړو ولايتونو كې خپلو مېنو ته ستنېږي د خټو له امله له ستونځو سره مخ شوې.

بل خوا پر دغه لاره تلونكې سورلۍ دا شكايت كوي چې د لارې د بندېدو له امله نه شي كولاى په خپل وخت خپلو چارو ته ځانونه ورسوي.

د پكتيا ولايت فوايد عامې رياست مسوولين وايي، چې د لوېو لارو د پرانیستلو مسووليت لري، د لارې د بندېدو يوازېنى لامل د لارې خاموالى بولي.

د دې ولايت د فوايد عامې رييس انجينر عبيدالله درانى وايي، چې د خوست – ګردېز د لويې لارې بندېدل وروسته له هغې زيات شول چې د همدې لارې د جوړونكي هندي شركت له خوا يې رغنيزې چارې په نيمايې كې پرېښودل شوې.

نوموړي زياتوي چې دوي په دې برخه كې تر خپله وسه پورې كافي هڅې كړې دي، هغه دا هم وايې چې د ورښتونو پر مهال د باروړونكو موټرونو له حده زيات بارونه هم د دغې لويې لارې د بندېدو لامل ګرځي.

د يادولو وړ ده چې د خوست ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لاره چې ډېره برخه يې له پخولو پاتې ده، هر كال د بيخي لږ ورښت له امله هم د مسافر او موټر چلوونكو پر مخ په ساعتونو، ساعتو او يا هم ورځو، ورځو بند پاتې كېږي.

كه څه هم د دې دوو ولايتونو اوسېدونكيو د سږني ژمي له تېرېدو وروسته په دې تمه و چې د واورو له ويلي كېدو سره سم به د دغې لارې د جوړېدو چارې بيا پيل شي، خو ويل كېږي چې د دې لويې لارې د جوړولو چارې اوس يوې افغاني كمپنۍ ته سپارل شوې، چې تر دې دمه يې چارې نه دي پيل شوې.
XS
SM
MD
LG