د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د ۱۹۸۶نه وروسته د جاپان ستر اتومي ناورین بلل شوی


جاپان کې نن د هغې ورانونکې زلزلې او ورپسې د سونامې یوه میاشت پوره کېږي، چې په دې هېواد کې یې پر ګڼو نورو بربادېو سربېره د نړۍ تر ټولو لوی اتومي ناورین رامنځ ته کړ .

د زلزلې او سونامې له کبله رامنځ ته شوی ناورین په ۱۹۸۶ کال کې د چیرنوبل د پېښې وروسته د نړۍ تر ټولو ستر اتومي ناورین بلل کېږي .

جاپانیان به نن سهار په هماغه وخت چې دا هېواد تیره میاشت زلزلې ولړزاوه ، د هغو کسانو په یاد د څه شیبې لپاره چوپتیا وکړي چې په دې ناورین کې ووژل شول.

وروستۍ شمېرې ښيي چې زلزلې او ورپسې راپورته شوې سونامې په جاپان کې لږ تر لږه دیارلس زره کسان وژلي .

همدارنګه دې سونامې او زلزلې جاپان ته درانه اقتصادي زیانونه هم واړول او د فوکوشمیا په اتومي بټیو کې تر چاودنو وروسته له دې بټیو سمندر ته د راډیو اکتیف د وړانګو د خپرېدو ناویرن هم پیل شو، چې په بشپړه بندونه یې لا هم جاپاني چارواکي نه دي توانیدلي .

ددې زلزلې له کبله جاپان ته اوښتی اقتصادي زیان درې سوه میلیارده ډالره اټکل شوی دی .

پرون د جاپان صدراعظم ژمنه وکړه، چې د دې طبیعي ناورین څخه ژوندي ژغورل شوي کسان به له یاده نه باسي او حکومت به هڅه وکړي چې هغو په لسګونو زرو بې سرپنا کسانو ته کورونه جوړ کړي چې دې ناورین زیانمن کړي دي او اوس په بیړنیو سر پناوو کې اوسيږي .
XS
SM
MD
LG