د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

زوما:معمر قذافي د سړک د نقشې په نوم وړاندیز منلی


د جنوبي افریقا ولسمشر وايي، د لیبیا واکمن مشرمعمر قذافي په دې هېواد کې د اتو اونیو شخړو د پای ته رسولو لپاره د سړک د نقشې په نوم وړاندیز منلی دی.

ښاغلي زوما دا اعلان وروسته له هغې وکړ، چې پرون یې د افریقايي ټولنې د یو هییت په مشرۍ په طرابلس کې د لیبیا له واکمن معمر قذافي سره خبرې وکړې .

زوما همدارنګه پر ناټو غږ وکړ، چې د لیبیا د حکومت پر اهدافو دې بمبارۍ بندې کړي څو د حکومت او د حکومت د هغو مخالفو وسلوالو ترمنځ چې د قذافي لرې کیدل غواړي اوربند ته شرایط برابرشي.

د سولې په دې وړاندیز کې د دواړو لورو ترمنځ اوربند او د قذافي د حکومت او یاغیانو ترمنځ خبرې شاملې دي.

د قذافي د حکومت مخالفو مخکې له دې ویلي و، چې یوازې په هغه صورت کې خبرو ته چمتو دي چې په لیبیا کې د قذافي څلويښت کلنه واکمني پای ومومي .

د قذافي ریژیم بیا ویلي، چې نوموړی به د یاغیانو هغه غوښتنه ونه مني چې دده له واکه لرې کیدل غواړي .

تمه ده چې نن به دا افریقايي هییت په لیبیا کې له یاغیانو سره خبرې وکړي څو د دواړو خواوو ترمنځ د سولې یو تړون ټینګ کړي .

له بلې خوا ناټو په خپلې یوې اعلامیې کې ویلي د لیبیا د مشر معمر قذافي د ځواکونو پینځه ویشت ټانکونه او زغره وال موټر يې تیره ورځ په هوايي بریدونو کې له منځه وړي دي.
XS
SM
MD
LG