د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

فرانسې په رسمي ډول پر حجاب بندیز ولګاو


نن په فرانسې کې هغه قانون په رسمي توګه نافذ شو، چې په عامه ځایونو کې پر مخ پټوني یا حجاب بندیز لګوي، فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې داسې یو بندیز لګوي.

ویل کېږي، دا بندیز به تر ټولو زیات پر هغو مسلمانو ښځو اغیز وکړي چې په عامه ځایونو کې مخ پټوي.

هغوي چې له دې بندیز څخه سرغړاوی وکړي یو سلو پنځوس ایرو جرمانه کېږي او همدارنګه یې په فرانسوي تابیعت کې هم ستونزې رامنځ ته کېږي .

هغه سړي چې پر خپلو میرمنو د حجاب اغوستلو زور اچوي له دې قانون له مخې به نقدي جرمانه ورکوي او زنداني کېږي به.

هغه کسان چې د دې بندیز پلویان دي وايي، دا د امنیت او د ښځو او سړېو ترمنځ د برابرۍ لپاره ضروري دی او همدارنګه د فرانسې سیکولر سیستم پر ځای ساتي.

خو د دې بندیز مخالفین بیا وايي، چې دا ډول بندیز د خلکو د نظر او مذهبي ازاديو له حق څخه سرغړاوی دی او په غیرې عادلانه توګه يې هدف مسلمانان دي .

فرانسه په ختیځه اروپا کې هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات مسلمانان په کې میشت دي او شمېر یې نږدې شپږ میلیونو ته رسیږي .
XS
SM
MD
LG