د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د م.م په دفتر د حملې لپاره د انتقام ډلې طالبانو رهبري کولې


سنډې ټایمز:

سنډې ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې عنوان لاندې چې (په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو په دفتر د حملې لپاره د انتقام ډلې طالبانو رهبري کولې) یوه مقاله خپره کړې ده .

د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو ورځپاڼې ته ویلي، چې په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو د دفتر ګاردانو پر راغونډو شوېو خلکو ډزې وکړې .

ځيني نورو عیني شاهدانو ویلي، چې مظاهره کونکو له ګاردانو څخه په زور وسلې واخیستې او بیا یې د لیونیانو په څير ډزې پيل کړې .

افغان چارواکو ویلي، چې وسله والو طالبانو مخکې له مخکې خپل ملګري په دې مظاهره کې ځای پر ځای کړي وو او په خلکو يي وسلې ویشلې وې .

د بلخ والي عطا محمد نور په دې اړه سنډې ټایمز ته ویلي، چې لږ تر لږه اوه ویشت مشکوک طالبان له دې مسلې سره د ارتباط په تور نیول شوي دي چې په هغوي کې د روضې ریس عتیق الله انصاري هم شامل دی، د نور په وینا دې کسانو ټولو له طالبانو سره په ارتباط درلود اقرار کړی دی .

نیویارک ټایمز:

بلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د منځني ختیځ د حالاتو تر اغیز لاندې په افغانستان ، عراق او پاکستان کې د امریکا پوځي هڅو ته کتنه کړې .

ورځپاڼه پوښتنه کوي، له منځني ختیځ یوه خوا ، په یادو شوېو هېوادونو کې زموږ د ولس اوږده مبارزه بلاخره کوم ځای ته رسیدلې ده؟

په عراق کې تیر ژمی د تیرو درېو کلونو په مقایسه تر ټولو ښه وو، سره له دې چې بمي چاودنې کېدې خو د تیر کال په انتخاباتو باندې اوږده لانجه بلاخره ختمه شوه او د خلکو د پاڅونونو له هغې جوپې چپ شو، چې تقریبا ټوله عربي نړۍ یې لاندې کړه.

په پاکستان کې په وروستیو کې دوه لوړ رتبه چارواکي چې یو یې د پنجاب پخوانی والي او بل یې د اقلیتونو د چارو وزیر وو ووژل شول او ملکي حکومت یې لا هماغسي ضعیف دی .

خو نیویارک ټایمز لیکي، د خوشبختۍ خبره داده چې پوځ په قبایلي سیمو او هغو ځایونو کې چې پاکستاني وسله وال تر ټولو قوي وو خپل کنټرول لا ټينګ کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي په روان عیسوي کال کې د پاکستان لپاره تر ټولو ستره پوښتنه داده، چې ایا د دې هېواد پوځ به له افغانستان سره نږدې سیمو کې چې افغان وسله وال طالبان خوندي دي، هم ورته لاس ته راوړنې ولري او که نه ؟

په افغانستان کې سخت کال تیر شو، نور د ژمي د نسبي کراري هیره شوې خبره ده او تشدد ډير وو، د دې دلیل ښايي تر یوه حده دا وي چې تیر ژمی ډیر ساړه نه وو او هم دا چې د ناټو قواوو په کندهار او شاوخوا سیمو کې د وسله والو په ضد مقاومت ته دوام ورکړ او دا چې دښمن ډیر لجوج او وحشتناک دی .

سره له دې چې په عمومي ډول د امنیت وضعیت ډير بد نه ښکاره کیږي، خو پرمختګ ډير ټکنی دی، قتلونه یوه جدي مسله ده، سره له دې چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې یوڅه پرمختګ شوی خو کافي نه دي.

نیویارک ټایمز لیکي ښايي تر ټولو غوره خبر د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کې پرمختګ وي او دا پرمختګ د ناټو ځواکونو لپاره د بیرته تګ ټکټ دی، خو په دې برخه لا کې هم ډير کار ته اړتیا ده .

نیویارک ټایمز وايي، ښايي له همدې امله د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس تیره میاشت په برکسل کې خبرداری ورکړ، چې سږ دوبی به له افغانستان څخه د وتونکو عسکرو شمېر ډير زیات نه وي .
XS
SM
MD
LG