د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۵۳

مصري پوځ : د مظاهره چیانو پر ضد به زور وکاروو


د تحریر څلورلارې کې د مظاهره چیانو تر شا د پوځ سوزیدلی بس وینئ.
وروسته له هغې چې د شنبې د ورځې په پیل کې د مصر امنیتي ځواکونو په قاهره کې مظاهرې په زور خورې کړې ددې هېواد واکمنې پوځي شورا ویلي د تحریر له څلور لارې څخه د مظاهره چیانو د ایستلو لپاره زور کارولی شي .

د تحریر میدان هماغه ځای دی چې یوه میاشت د مخه په کې هغه مشهورې او پراخې مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې د حسنې مبارک ریژیم نسکور شو .

د روغتونونو سرچینې وايي د شنبې په ورځ په قاهره کې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي .

پولیسو د تحریر له څلور لارې څخه د مظاهره چیانو د ایستلو لپاره له بریښنايي ډنډو کار اخیستی او د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.

خو د امنیتي ځواکونو ددې هلو ځلو سره سره په سلګونو مظاهره چیان د تحریر په څلور لارې کې پاتې وو .

په زرګونو نور خلک هم د شنبې په ورځ له دوی سره یو ځای شول او له هغې نظامې شورا څخه ، چې د حسنې مبارک له نسکوریدو وروسته یې واک ترلاسه کړی، وغوښتل چې قدرت دې غیرې پوځي خلکو ته وسپاري .

مظاهره چیان همدا راز د واکمنې پوځي شورا د مشر فیلډ مارشال محمد حسین طنطاوي د استعفي غوښتنه کوي .

د پوځي شورا یو غړي تورن جنرال عادل عماره خبریالانو ته وویل د تحریر څلور لارې به د زور له لارې له مظاهرچیانو پاکه کړی شي ، څو د خلکو ژوند عادي حالت ته را وګرځي .

یو شمیر مظاهره چیان د مصر پر پوځ انتقاد کوي او وايي پوځي مشران د دولتي ادارو څخه د مبارک د ریژیم د غړیو په لرې کولو کې خنډونه جوړوي .

د عبدالله احمد په نوم یو پنځه څلويښت کلن مظاهره چي د تحریر په څلورلارې کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل ، پوځي شورا د حسني مبارک د فاسد ریژیم یوه برخه ده .

د نوموړي په وینا دا شورا د پوځ له هغو مشرانو جوړه شوې ده چې د حسني مبارک له ریژیمه یې چې دیرش کاله يې مصر لوټلې ګټه اخیستې ده .

د زین عبدالطیف په نوم یو بل مظاهره چي ویلي، که د مصر پوځ له زوره کار واخلي موږ به هم زور ته لاس واچوو. دا څه لیبیا نه ده چې پوځ دې پر خلکو یرغل وکړي .

امریکا چې هر کال مصر ته یو عشاریه درې میلیارده ډالر مرسته ورکوي ویلی ، د تحریر په څلور لارې کې ورستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي .


په قاهره کې د امریکا سفارت ویلي موږ تیره شپه په تحریر څلورلارې کې د حد څخه د زیاتې قوې د کارولو راپورونه تر لاسه کړي او دا مهال وضیعت څارو .

دوی وايي د مصر پوځي شورا هڅوو چې په دې برخه کې بشپړ څیړنې وکړي .
XS
SM
MD
LG