د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

الحسادي:زه یا نور مشران له القاعده سره هیڅ اړیکي نه لرو


عبدل حکیم الحسادي چې پخوا یې په افغانستان کې په جهاد کې برخه لرله او اوس د لیبیا په ختیځ درنه ښار کې د مخالفینو له لیکو سره د نوېو وسله والو د جلب او جذب او روزنې چارې پرمخ وړي، وایي، له القاعده سره هیڅ ډول اړیکي نه لري.

هغه وویل، تر اوسه یې ۵۰۰ وسله وال روزلي چې د قذافي ضد وسله وال پاڅون له لیکو سره یوځای شوی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې الحسادی وایي، له ده څخه یوځل په پاکستان کې له القاعده سره د اړیکو په شک امریکایانو د دومیاشتو لپاره پوښتنې ګرویږنې کولې چې هغه دغه تورونه رد کړي و او وروسته یې په لیبیا کې درې کاله په زندان کې تیر کړي دي.

د قذافي ضد ځواکونو په ډله کې د الحسادي او نورو سخت دریځو اسلام پالو حضور د امریکا او نورو لویدیځو قدرتونو لپاره چې له قدرته د قذافي د لیرې کیدو لپاره یې هڅې پیل کړي، سختې پوښتنې راپورته کړي او ویره لري چې ښایي القاعده به د مدیترانې په غاړه دغه هېواد کې د ځان لپاره یو قوی سنګر رامنځته کړي.

قذافي پرالقاعده تور لګولی چې په لیبیا کې په روانو نارامیو کې مستقیم لاس لري او په دغه د تیلو بډایه هېواد کې د ګډوډېو له لارې غواړي چې د ځان لپاره په سیمه کې یوه اډه رامنځته کړي.

قذافي د الحسادي په شمول د وسله والو مخالفینو یو شمېر مشران د القاعده په غړیتوب تورن کړي یا یې د دغې شبکې خواخوږي بللي دي.

د لیبیا د وسله والو مخالفینو مشرانو او د هغوي جنګیالیو ویلي، چې دوي د مصر او تونس له پاڅونونو الهام اخیستی نه له القاعده څخه.

۴۵ کلن الحسادی وویل ده، هیڅکله هم له القاعده سره اړیکه نه لرله او اندیښنه یې وښوده چې متحده ایالات او نور لویدیځ هېوادونه ممکن د قذافي تورونه جدي وبولي او دوي ته هغه درنې وسلې او هلیکپټر ورنه کړي چې ورته اړتیا لري.

هغه وویل لویدیځ په دې کارکې ځکه زړه نا زړه شوي چې دوي په لیبیا کې د القاعده د حضور په اړه اندیښمن دي، الحسادي وویل لویدیځ باید پر قذافي باور ونه کړي.

لویدیځ دولتونو له قدرته د قذافي د لیرې کېدو غوښتنه کړې خو د سیمې یوشمیر هېوادونو اندیښنه ښودلې چې که هغه له قدرته لیرې شي، ممکن القاعده د قدرت له خلاڅخه په استفادې د ځان په ګټه کار واخلي.

ګاونډي هېواد الجزایر چې په خپله یې دوه لسیزې د اسلامي سخت دریځو په وړاندې مبارزه کړې او په لیبیا کې د لویدیځ د مداخلې مخالف ووایي، القاعده په لیبیا کې له ځمکې نه هواته د توغندیو په شمول یو شمېر وسلې ترلاسه کړي او له هغه ځایه یې شمالي مالي ته قاچاق کوي.
XS
SM
MD
LG