د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

افغانستان د رسنیو لپاره تر بل هر ځایه ډیر ستونزمن ځای


د اطلاعاتو او کلتور وزرات چارواکي وايي، سره له دې چې په تیر یوه کال کې په افغانستان کې له ژورنالستانو سره تاوتریخوالی دیرش په سلو کې کم شوی دی، خو بیا هم دغه هېواد له بل هر ځای نه ډیر ستونزمن ځای دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مبارز راشدي، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغان خبریال اجمل نقشبندي د څلورم تلین په مناسبت یې خبرې کولې وویل، چې د ژورنالستانو په وړاندې د بېلابېلو لورو له خوا ستونزې راولاړیږي.

ښاغلی راشدي ومنله، چې حکومت هم په ځینو مواردو کې له ژورنالستانو سره ناوړه چلند کوي.

ده پر دې هم اعتراف وکړ، چې یو شمېر حکومتي چارواکي له افغان ژورنالستانو څخه معلومات پټوي او کله هم له مرکو کولو څخه ډډه کوي.

دا چې افغان خبریالان ولې له دارنګه ستونزو سره مخ کیږي، ښاغلي راشدي یې عوامل داسې په ګوته کړل:

(ستونزمن د دې لپاره دې، چې د اففانستان مطبوعات د یو ځوان او نوې مطبوعاتو په توګه غواړي حقیقتونه راوسپړي، غواړي چې مجرمین افشا کړي، غواړي د افغان مظلوم ملت د حق لپاره غږ اوچت کړي او غواړي له افغانستان سره د معلوماتو او اړیکو په چرخش کې مرسته وکړي څو د اړیکو او ارتباطاتو په دوران کې خاینین په ځای کینوي.

دا ټول هغه څه دي، چې د خبریالانو او رسنیو ته ستونزې او ګواښونه رامنځته کوي لکه څرنګه یي چې رامنځته کړي دي.)

که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وویل، چې په تیر یوه کال کې له خبریالانو سره په تاوتریخوالي کې دیرش فیصده کموالی راغلی، خو د مشرانو جرګې غړي او پخواني خبریال نثار حارث بیا وايي، چې د ژورنالیستانو په وړاندې په تاوتریخوالی کې هیڅ کموالی نه دې راغلې، غونډې ته په وینا کې نوموړي په دې اړه وویل:

(که څه هم ښاغلي راشدي وویل، چې د ژورنالستانو په وړاندې دیرش په سلو کې کمښت راغلی دی خو موږ اوس هم د ژورنالستانو په وړاندې د تاوتریخوالی شاهد یو.

موږ یو ځل بیا د دې غوښتونکې یو، چې د ژورنالستانو په وړاندې دی په تاوتریخوالی کې کمښت راشي او خبرونو ته د ژورنالستانو په لاس رسې کې غوره والی او بدلون راشي.

حکومتي چارواکې ډیر کم دې ته حاضر دی چې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایي. خبریالانو ته سپکاوی کیږي، وهل کیږي او ان زندان ته استول کیږي. اوس هم دا ننګونې د ژورنالستانو په وړاندې شته. )

یو شمېر خبریالان هم دا له لویو ستونزو څخه بولي، چې په ځینو مواردو کې چارواکي د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

دوي انتقاد کوي، چې ځینې چارواکي د پيښو په اړه د کورنیو رسنیو پر ځای په لومړي سر کې معلومات له بهرنیو رسنیو سره شریک کړي.

ژورنالستان همدا راز وايي، چې ډیری وخت دوي د امنیتي ګواښونو له امله دې ته اړ کیږي چې په خپله خپل خبرونه او رپورتونه سانسور کړي.

په عین حال کې افغان حکومت، افغان ژورنالستانو ته د معلوماتو ورکول د دوي اساسی حق بولي او وایي چې په دغه برخه کې به لازمې هلې ځلې او د ژورنالستانو له کارونو څخه به ملاتړ کوي.

افغان حکومت تل په تیرو لسو کلونو کې د ګڼو رسنیو رامنځته کېدل د دولت یو لویه لاسته راوړنه بولې خو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې رسنۍ د شمېر له پلوه ډیرې شوي خو د کیفیت له پلوه لا هم ستونزې لري.

رپورټ: مخفي عزیزی ، کابل
XS
SM
MD
LG