د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د م.م د ۷ کارکونکو د قتل پړه د طالبانو پر پخوانیو غړېو ولویده


که څه هم تر اوسه وختي ده، چې وویل شي چې تیره اونۍ په مزارشریف کې د ملګروملتونو د اوو کارکونکو قاتلین څوک دي خو د پولیسو لوړ رتبه چارواکي وایي چې دوي د طالبانو پر اوسنیو یا پخوانیو غړېو یا نورو وسله والو شک کوي چې د دغه خونړۍ تاوتریخوالی ترشاه د دوي لاس دی او نورو خواخوږو او سخت دریځو ملایانو به ورسره مرسته کړې وي، چې په امریکا کې د قرانکریم د سوځیدو په وړاندې د زرګونو مظاهره کونکو احساسات راوپاروي.

نیویارک ټایمز لیکي، که دغه قتلونه پلان شوي ویانه و، دغه تاوتریخوالي ثابته کړه چې طالبان د افغانستان په شمال کې پرحالاتو تراوسه اغیز لري او کولای شي چې ناارامیوته لمن ووهي.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې ښایي د طالبانو پخوانیو غړېو چې د پخلاینې د پروګرام په اساس یې خپله لاره بدله کړې او د دولت لوري ته اوښتي و، د هغو کسانو په ډله کې وي چې وسله یې د ملګروملتونو د دفتر له ساتونکي ترلاسه کړې وه.

پولیسو وویل، چې د وسله والو طالبانو هغه درې تنه پخواني غړي یې هم نیولي چی د پیښې تر ورځې د ملګرملتونو دفتر ته نژدې په یوه کور کې اوسیدل چې پولیسویې امنیت نیولی و.

دغه خونړۍ پېښه د هغو قهرجنو مظاهرو یوه برخه وه، چې په ټول افغانستان کې د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یوه پادري له خوا د قرانکریم د یوې نسخې د سوځيدو په وړاندې راپورته شوې وې.

په مزارشریف کې په قهرجنو مظاهرو کې د ملګروملتونو د دفتر درې بهرني کارکونکي د دې دفتر څلوربهرني ساتونکي او پنځه ملکي وګړي په ډزو کې ووژل شول او شل تنه نورژوبل شول.

د دغې پېښې په اړه د پولیسو د تحقیقاتو سربیره، ملګروملتونو او د کرزي حکومت هم جلا څیړنې پیل کړې وې.

پولیسو وویل، تر اوسه د دغې پېښې په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي چې ځینو یې په تاوترخوالي کې په لاس لرلو اعتراف هم کړی دی.

د بلخ د امنیي قوماندان جنرال عصمت اله علی زی وویل، د طالبانو هغه درې تنه پخواني غړي د پېښې په ماښام ونیول شول، چې په حکومتي امن کور کې اوسیدل.

له یوه سره یو کلاشنیکوف چې د ملګروملتونو د دفتر له یوه ساتونکي یې ترلاسه کړی هم نیول شوی دی. هغه اعتراف کړی چې څلور مرمی یې ویشتي دي.

پولیسو ویلي، چې د مظاهرې تر ورځې د وسله والو مخالفینو ۱۹ پخواني غړي په دغه حکومتي امن کورکې اوسیدل، چې له پیښې وروسته ۱۶ یې تښتیدلي دي.

د پولیسو دوو لوړ رتبه چارواکو په کابل کی دا ومنله، چې پولیس د دغه خونړي تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلي.

خو د هغوي په وینا سخت دریځو ملایانو او محصلینو امنیتي ځواکونه تیر ایستلی او د مظاهرې لاره یې چې ورته اجازه ورکړل شوې وه، بدله کړې وه.

مظاهره چیانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې په روضه کې راټول شي او د امریکا د نوې قونسلګرۍ د ودانۍ پرلوري مارش وکړي.

چارواکو وویل، سخت دریخو ملایانو چې د خپل قوت د ښودلو لپاره یې په دغو مظاهرو کی د ګډون لپاره له جوماتونو خپل ملاتړي راټول کړي او شمېر یې د درې زرو نه ترڅلور زرو پورې رسېده، د مظاهرې لار بدله کړه او د ملګرو ملتونو د دفتر پرلوري یې حرکت وکړ.

د شمال د ساحوي ځون د پولیسو قوماندان جنرال داود وویل، چې په لومړي سر کې دا یوه سیاسي مظاهره وه چې وروسته یو شمېر کسانو د مظاهره چیانو له احساساتو څخه په استفادې هغه په خونړي تاوتریخوالي واړوله.

د بلخ د امنیې قوماندان وویل، د مظاهره چیانو شمېر ډیر زیات وو او کله چې دوی د مظاهری لار بدله کړه او د لویدیځ په لوري یې حرکت وکړ، پولیس حیران پاتې و چې څه وکړي که د امریکا د قونسلګرۍ ودانۍ پریږي، د اسې نه شي چې دوی بیرته راوګرځي.

د امنیې قوماندان په وینا مظاهره کونکود پولیسو په هغه لږ شمېرچې د ملګرو ملتونو د دفتر څارنه یې کوله هجوم یووړ او له بلې خوا د دغه د فتر ساتونکو ته امر شوی و، چې پر ملکیانو به ډزی نه کوي.

نیویارک ټایمز وړاندې د بلخ د امنیې قوماندان جنرال عصمت اله علی زي له قوله لیکي، د مظاهره چیانو په ډله کې مختلف کسان وو، یو شمېریې غلا او لوټماري ته لاس اچولی وه، یو شمېر احساساتي ځوانانو د عامه شتمنیو سوزولو او ورانولو ته مخه کړې وه او د نورو دښمنو ډلو هدف هم قتلونه و.
XS
SM
MD
LG