د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

بشري:د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره مو یو نوی کمپاین پیل کړی


د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د نشه یي توکو د له منځه وړلو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د له منځه وړلو یو نوی کمپاین پیل کړی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، اوس مهال دغه کمپاین په نیمروز، کندهار، هلمند، هرات، ننګرهار او کونړ کې پیل شوی چې د امنیتي ستونزو سره سره ښې لاسته راوړنې لري.

د دغه وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه کمپاین په ګرمو ولایتونو کې پیل شوی او ډیر ژر به سړو ولایتونو کې هم پیل شي:

(د دغه کمپاین په ترڅ کې تر اوسه لس زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده، چې په دغې موده کې د پام وړ لاسته راوړنه بلل کیږي.

که څه هم په دغو ولایتونو کې امنیتي ستونزې شته، خو بیا هم کمپاین په ډیره ښه توګه پرمخ ځي.

دغه لاسته راوړنه د پولیسو له مرګ ژوبلې سره مله وه او په دغې موده کې زموږه یو پولیس د مخالفینو له خوا وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.)

بشري زیاته کړه، تردې مهال د دغه کمپاین په وړاندې په سیمه کې د کرونده ګرو او یا هم نورو زورواکونو له خوا کوم مقاومت نه دی ښودل شوی.

نوموړي وویل، په تیره یوه اونۍ کې یې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۲۴۲۴ کیلو ګرامه بېلابېل نشه یې توکي ترلاسه کړي دي.

زمری بشري د هغو ګونګسو په ځواب کې چې ویل کیږي په افغانستان کې ځینې بهرني هېوادونه د نشه یې توکو د له منځه وړلو مخنیوی کوي وویل:

(تر اوسه پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له داسې کوم جدي خنډ سره نه دی مخ شوی چې د یوه هېواد استازیتوب وکړي.

د کوکنارو او په عمومي توګه د نشه یي موادو له منځه وړل د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان د خلکو یوهدف دی، په دې برخه کې زموږه هڅې روانې دي خو د وسله والو مخالفینو له ځینو مقاومتونو سره مخ شوي یو خو داسې کوم اسناد مو نه دي ترلاسه کړي چې دغه وسله وال دې د کوم هېواد له خوا حمایه شي.)

زمري بشري د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې د پولیسو رول وستایه او زیاته یې کړه، چې د هېواد په ځینو سیمو کې په دې برخه کې د ملي امنیت ځواکونه، پولیس او ملي اردو په همغږۍ سره کار کوي.

دا لومړی کمپاین نه دی، چې د نشه یې موادو د له منځه وړلو په هدف په یو شمېر سیمو کې پیلیږي بلکې له دې وړاندې هم ورته هڅې شوي دي، خو د یو شمېر کتوونکو په باور له دې سره سره بیا هم د نشه یې موادو په کر او قاچاق کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG