د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۱

هلمند:افغان ځواكونه د لښكرګاه د ساتلو چارې په غاړه اخیستلای شي


د هلمند والي، د هلمند امنيه قوماندان او د ملي امنيت ريس تر شاوخوا دوه ساعته نظامي غونډې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته كې اعلان وكړ، چې افغان اميتي ځواکونه چمتو دي چې د لښكرګاه ښار امنيت وساتي.

دا خبره وروسته ترهغه كيږي، چې ولسمشر حامد كرزي د حمل د مياشتې په دوهمه نېټه د هېواد د ځينو نورو ولايتونو سره جوخت د لښكرګاه د امنيت سپارل افغان ځواكونو ته اعلان كړ.

د هلمند والي ګلاب منګل په هغه خبري ناسته كې چې په همدې موخه جوړه شوې وه رسنيو ته وويل:

د افغان او بهرنيو ځواکونو چارواکي دې په يوې غونډه کې دې نتيجې ته ورسېدل چې كولای شي د لښكرګاه ښار د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

كه څه هم په دې وروستيو كې د لښكرګاه ښار ترڅنګ د هلمند ولايت د يو شمېر ولسواليو امنيت نسبت پخوا ته ښه شوي دي، خو بيا هم وسلوال په كې په ارام زړه خپل فعاليتونه كولای شي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي، د پوليسو د اصلاحاتو پروسه نږدې ده، چې بشپړه شي.

هغه ډاډ وركړ، چې پوليس چمتو دي او د دې وس لري چې د لښكرګاه ښار امنيت په خپله وساتي.

هغه په دې برخه كې د خلكو د مرستې غوښتنه وكړه او ويي ويل، چې دا د هلمند د خلكو ارمان وو، چې د امنيت ترڅنګ يي ټولې چارې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

د ولسمشر حامد كرزي د پريكړې سره سم به د لښكرګاه ښار د امنيت چارې د راتلونكي سرطان په مياشت كې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

دا مهال د زرګونو بهرنيو ځواكونو ترڅنګ د ملي اردو ۲۱۵ميوند قول اردو، د پوليسو۷۰۷ ساحوي زون قومندانۍ، د ملي امنيت ځانګړې امنيتي قطعه او نورې ادارې په هلمند کې د امنيت راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

د لښكرګاه ښار اوسيدونكي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري،خو اكثره يي د امنيت د سپارلو په پروسه خوشاله دي،دوي وايي كه چېرې افغان ځواكونه د خلكو زړونه وساتي او له هغوي سره ښه چلند راخپل کړي، نو دا يې تر ټولو ښه لار ده.

دا په داسې حال كې ده، چې د لښكرګاه ښار د امنيت د سپارل كېدو له خبرو سره جوخت وسلوالو طالبانو په دې ولايت كې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولی دی.

په ښار كې تيره اونۍ دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه وشول، كه څه هم دغو بريدونو مرګ او ژوبله نه درلودله، خو د هلمند والي وايي تر دې وروسته دوي، د وسلوالو له لوري د ډيرو روانيو انتظار كوي.

كه څه هم په پوليسو كې د اصلاحاتو پروسه روانه ده، خو د حالاتو څارونكي وايي ترهغه چې افغان ځواكونو ته پوره نظامي تجهيزات او وسلې ور نه کړل شي، د بهرنيو ځواکونو له ګډون پرته به ورته امنيت ټينګول او د پوځي عملياتو ترسره کول ګران وي.

محمد الیاس داعي،لښکرګاه
XS
SM
MD
LG