د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۶

د امریکا پټ زندانونو چارې دې افغاني چارواکو ته وسپارل شوي


نن د یکشنې ورځ ۲۱د حمل د کابل چاپ ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ موضوعات څیړلي لکه امنیتي پېښې د لوی څارنوال نه راتګ ولسي جرګې ته او په افغانستان کې د امریکا د پټو زندانونو د موجودیت په اړه تبصره شوي،مقالې او تحلیلونه خپاره شوي چې د ازادۍ راډیو خبریال احمدزبیر ژمن ترې لاندینی راپور را چاڼ کړی دی.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپلې نننۍ سرمقالې کې د ولسي جرګې له خوا د لوی څارنوال د استیضاح لپاره د شنبې د ورځې غونډه څیړلې او لیکلي یې دي، د توقع پرخلاف زیاترو وکیلانو په دې غونډه کې د لوی څارنوال په پلوۍ غږ پورته کړ.

خدمتګار ورځپاڼې لیکلي داسې ښکاري چې د لوی څارنوال د استیضاح او د ځانګړې محکمې د لغوه کولو پر سر په ولسي جرګې کې درز راغلی.

د لیکوال په باور له پخوا داسې اټکلونه کیدل، چې ولسي جرګه به په دې موضوع د دریځ له اړخه ویشل کیږي.

ورځپاڼې همدا راز په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو اته جګ پوړي کسان له بنده خلاص شوي دي.

په مطلب کې راغلي، چې دغه کسان د افغانستان د سولې د عالي شورا د هلو ځلو په نتیجه کې ازاد شوي.

اراده:

ارادې ورځپاڼې د ځانګړې محکمې پر سر د ولسي جرګې او لویې څارنوالۍ ترمنځ روانه شخړه یوه سریال ته ورته بللې ده، چې باید نور راونغاړل شي.

ارادې لیکلي، ولسي جرګه،حکومت او قضايه قوه باید په ګډه د دې ستونزې د هواري لپاره یوه منطقي لاره ولټوي.

ورځپاڼې همدا راز په یوه بل مطلب کې په افغانستان کې د امریکا د پټو زندانونو د موجودیت په اړه تبصره کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه زندانونه باید نورافغان چارواکو ته وسپارل شي.

په مطلب کې د امریکايي چارواکو له قوله راغلي، چې دا زندانونه د مشکوکو کسانو د ساتلو مرکزونه دي چې یوازې تر نهو اونیو پورې کسان په کې ساتل کیږي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله په امنیتي وضعیت کښلې او په خلکو یې ټینګار کړی چې د امنیت په ټینګولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.

هېواد لیکلي د امنیت په ټینګولو کې د خلکو مرسته په دې معنی نه ده چې وسله دې راواخلې او په جګړې دې لاس پورې کړي، بلکې خلک کولای شي چې د جرګو له پخواني دود څخه په استفادې سره د خپلو سیمو په امنیت کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي د خلکو دارنګه جرګې او ولسي تړونونه کولای شي چې له یوې خوا په خپلو سمیو کې سولې ته لاره هواره کړي او له بلې خوا افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال له پروسې سره مرسته وکړي.

هېواد په یوه بل مطلب کې د ماليې د وزارت په حواله لیکلي دي، چې د سږ کال په بودیجه کې د نویو بدولونو نو له مخې څه باندې لس ملیارډه او شپږ سوه میلیونه افغانۍ زیاتوالۍ راغلی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په افغانستان کې یوې مالي ستونزې ته ځانګړې کړې ده. ویسا لیکلي دي، چې یو شمېر امنیتي کمپنۍ او خصوصي شرکتونه دولت ته د مالیې له ورکولو ډډه کوي.

د لیکوال په باور زیاتره خلک په ځانګړې توګه یو شمېر بهرنیان چې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې لري، داسې فکر کوي چې افغانستان اوس د ډالرو د ټولو یو مرکز ګرځیدلی او د قانون او قانون مندۍ پوښتنه په کې نشته.
XS
SM
MD
LG