د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ګړۍ د لویدیځ ده خو وخت یي د افغانانو دی


انډپنډنټ:

انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګنې کې، په افغانستان کې زده کړې او هیرونې – تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

هرڅوک چې په افغانستان کې کار کوي دا خبره يي اوریدلې چې وایي:

ساعت یا ګړۍ د لویدیځ ده خو وخت یي د افغانانو دی، زیات شمېر کسان ځان ته تکلیف نه ورکوي چې د افغانستان تېر تاریخ ولولې او زیاتره کسان په لنډ نظر کې د خپل کار لنډې مودې ته متوجه دي.

همدې لنډې کتنې په هرې جګړې کې مصیبتونه رامنځ ته کړي دي، د ویتنام د جګړې په جریان کې د امریکا د پوځ ډګرمن جان پال وان دا مسله ډېره ښه بیان کړې وه.

ده ویلي و، موږ په ویتنام کې ۱۲ کلنه تجربه نه لرو، بلکه موږ د یوه کال تجربې کې ۱۲ ځلې تجربه کوو.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا د پوځ د دغه ډګرمن دا مقوله په افغانستان کې د انګلستان د پوځ لپاره ډېر ښه مثال کېدای شي.

انګلسان په هلمند کې پنځه کلنه تجربه نه لري خو په شپږو میاشتو کې یي لس ځلې تجربه حاصله کړی ده.

انډپنډنټ ورځپاڼه وړاندې لیکي: د دې وخت رارسیدلې چې دا اصول او پرنسیب ومنو چې جګړه ډېره مهمه مسله ده او باید جنرالانو ته پریښودله شي.

موږ د اوږدې مودې فکر ته اړتیا لرو، دا ډېره نامعقوله ده چې پوځي مشران په هرو شپږو میاشتو کې بدلیږي. حقیقت دادی چې موږ د هرې شپږکلنې جګړې لپاره په هرو شپږو میاشتو کې ۱۲ ځلې جګړه کوو.

ورځپاڼه لیکي: طالبان هم ساده ګان نه دي، دا چې په سړک کې ښخ شوي ماینونه یي ښه کار ورکوي نوڅه ضرورت لري چې مخامخ وجنګیږي.

دا سمه ده چې زموږ زړور عسکر باید طالبان په مخه کړي لکه چې عسکرو دا کار کړی هم دی، خو دا داسې مثال لري چې سړی پوکڼۍ ته فشار ورکوي.

د ورځپاڼې په باور، هغه کړن لاره چې جنرالان وایي، دا کولای شو او هغه به وکړو، باید د سېمې د قومي او سیاسي واقعیتونو او سېمه اېزو اړیکو د پوهې پر اساس بدله شي.

انډپنډنټ ورځپاڼه زیاتوي، خبري رسنۍ، محافظه کاره سیاست وال او پوځ د افغانستان او عراق لپاره هماغه یو شان استدلال ته تیاری نیسي چې پخواني حکومتونه ملامت کړي او ووایي، دي جګړو ته یي کافي منابع نه دي برابرې کړې.

دوي داسې استدلال کوي که چيرې موږ کافي شمېر عسکر او وسایل درلودلای نو طالبان به مو مات کړي وای او په خپله خوښه به له افغانستان څخه وتلي وای.

دا خبره د زیاتو کسانو لپاره د منلو وړ ده، خو په اوږدې مودې کې دا خبره موږ ته دا مجال نه راکوي چې په افغانستان کې د تېرو پنځو کلونو د عبرت واقعي درسونه زده کړو.

رویټرز:

رویټرز اژانس د لیبیا د یاغیانو په لیکو کې د هغو وسله والو ونډې ته اشاره کړې چې په افغانستان کې روزل شوي او جنګیدلي دي.

اژانس لیکي: عبدالحکیم الحسدي چې په افغانستان کې جنګیدلی، دا مهال په لیبیا کې د معمرالقذافي د رژیم د ړنګولو لپاره وسله وال ګماري او روزنه ورکوي . ده تر اوسه پنځه سوه وسله وال دي کار ته چمتو کړي دي.

الحسدي وایي، یو وخت په پاکستان کې د امریکا استخباراتي مامورینو له القاعده شبکې سره د تړاو په اړه، له ده څخه دوې میاشتې پوښتنې کړې وې.

دی وایي، له دغې شبکې سره هیڅ تړاو نه لري. دی وروسته په لیبیا کې درې کاله بندي و.

رویترز لیکي: د لیبیا د یاغیانو په منځ کې د الحسدي او نورو جهادیانو موجودیت د امریکا متحده ایالات او لویدیځ هېوادونه اندیښمن کړي، چې د قذافي په لېرې کولو سره ممکن د مدیتراني ساحل کې القاعده شبکه واک تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG