د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

پټریوس:تروریستي شبکې نور په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه تنظیموي


جنرال پیترایوس
جنرال پیترایوس
جنرال ډیویډ پیترایوس ویلي، که څه هم چې د القاعده شبکې یو شمېر غړي د افغانستان په ختیځ کې د پټن ځایونو په هڅه کې دي، خو دی فکر نه کوي چې دا تروریستي شبکه له سره په دې هېواد کې د ځان تنظیمولو په هڅو کې ده.

نوموړي ویلي، په دې کې هیڅ شک نشته چې د القاعده شبکې غړي او وسله وال په افغانستان کې وو او اوس هم شته خو د هغه په وینا د هغوي شمېر له سلو کم دی.

جنرال پیترایوس اسوشیتید پریس اژانس ته ویلي، چې القاعده شبکې په دې وروستیو کې د افغانستان په ختیځو غرنیو سیمو کې د پناه ځایونو د پیدا کولو هڅه کړې خو نړېوال او افغان ځواکونه به پر دغې شبکې باندې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

له دې نه دمخه وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی وو، چې د القاعده شبکې غړو په تیرو شپږو اتو میاشتو کې د پاکستان له پولې سره نږدې د روزنې د کمپونو او پناه ځایونو په جوړولو پیل کړی دی.

ورځپانې د لوړ رتبه امریکايي او افغان مقاماتو او د طالبانو په حواله ویلي وو، چې القاعده شبکه له سره په افغانستان کې ځان تنظیموي.

جنرال ډیویډ پیترایوس چې پرون يې په کابل کې د ناټو د ملکي استازي د کاري دوري د پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله د مزار شریف وروستۍ پېښې ته هم اشاره وکړه.

نوموړي وویل، دا پېښه به افغان امنیتي ځواکونو ته له راتلونکې جولايي میاشت څخه د خپل هېواد د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پر پلان هیڅ اغیز ونه کړي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان په وینا هغه کسان چې د مزار شریف وروستۍ مظاهرې يې په تاوتریخوالي بدله کړه، د مزار ښاریان ن وو.
XS
SM
MD
LG