د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي مارک سېډوېل دنده پای ته ورسېده


سېډوېل وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره اوږه لار په مخ کې ده.
سېډوېل وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره اوږه لار په مخ کې ده.
په داسې حال کې چې افغان امنیتي چارواکو ته د امنیتي چارو د انتقال بهیر د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې پیلیږي، خو جنرال ډېوېډ پټرویس په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان دا کال د افغانستان لپاره مهم او برخلیک ټاکوونکی بولي.

جنرال ډېوېډ پیټرویس چې د شنبې په ورځ یی د ناټو د ملکي استازي مارک سېډوېل د مخه ښې په پروګرام کې خبرې کولی، یو ځل بیا له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې په خپلو مرستو ټینګار وکړ.

"۲۰۱۱ کال د افغانستان لپاره باید یو پریکنده کال وې. زه په دې برخه کې د مارک سېډویل له څرګندونو سره د زړه له تله موافق یم. خو زه غواړم یو څه په دغه کې زیات کړم دا چې زه هم په دې فکر یم چې دا کال د افغانستان لپاره مهم دی او هغه د دې لپاره چې هر هغه څه چې سفیر سېډویل او د هغه ډیرو قهرمانه افغان همکارانو په مرسته لاس ته راوړی دی."

په افغانستان کې د ناټو ملکي ماموریت په ۲۰۰۳ کال کې رامنځته شو څو له په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي هلې ځلې پرمخ یوسي.

د ناټو د ملي استازي په توګه مارک سېډوېل په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ، چې له پای ته رسیدو سره یې په ایران کې د بریتانیا پخوانی سفیر سایمن ګس ټاکل شوی دی.

د مخه ښې په مراسمو کې ښاغلي سېډوېل په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی وباله خو و یې ویل، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره اوږه لار په مخ کې ده.

نوموړي وویل، یوازې وسلوال طالبان په دغې لار کې خنډ نه دي بلکې ځینې نورې سیمه یېزې او مذهبي ډلې یې هم مخالف دي.

خو ښاغلي سډول وویل، چې افغانستان نور د درانګه مخالفتونو ځای نه دی:

"د دې خلکو لپاره خبر دا دی چې دغه لویه لوبه اوس پای ته رسیدلی ده. افغانستان له دې وروسته د مخالفینو ځای نه دی چې په دغه کې مخالفین خپلې عقیدوی او سیمه اییز مخالفتونه څرګند کړي.

دا یو ازاد هیواد دی او خلک یې سرلوړي دي. دوی په ښه امنیت او ښه حکومتدارۍ باور لری او په خپلو مذهبې او افغانی ارزښتونو ویاړي چې موږ هم په دې کې له دوی سره شریک یو."

داسې ویل کیږي چې ښاغلی سېډوېل به په افغانستان او پاکستان کې د بریتانیا د ځانګړي استازی په توګه وټاکل شي.

که څه هم نوموړي په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی وباله خو داسې انتقادونه کیږي، چې نوموړي هم د افغان دولت او ناټو سازمان ترمنځ لازمه همغږي رامنځ ته نشوای کړای.

په دې برخه کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته هم اشاره کیږي، چې د ځینو کتوونکو په باور د ناټو ملکي ماموریت یې په مخنیوې کې لازمې هلې ځلې نه دي کړي.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG