د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۹

لوی څارنوال: د بوختیا له وجې د ولسي جرګې غونډې نه شم حاضریدای


لوی څارنوال ولسي جرګې ته یو لیک واستوه خو په خپله حاضر نه شو چې ورشي.

په پام کې وه، چې ولسی جرګه د شنبې په ورځ د هېواد لوی څارنوال د وروستي ځل لپاره استیضاح کړی او داسې هم اورېدل شوي وو، چې د هغه په غیاب کې به صندق کیږدي او بې باوره به یې کړي.

د افغانستان لوی څارنوال ولسی جرګي ته د یو مکتوب په استولو سره، د ده پرخلاف د ولسي جرګې د غړو راپورته شوی جنجال پای ته ورساوه.

ولسي جرګې تیره اوونۍ په جدي توګه پریکړه کړې وه، چې د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو د شنبې په ورځ د وروستي ځل لپاره استیضاح کړي.

خو مخکې له دې چې په دې ورځ پرموضوع بحث پیل شي، لوی څارنوال ولسي جرګې ته په درنښت یو لیک استولی و، چې اداري هیات د جرګې غړو ته ولوست. په لیک کې راغلي:

"ولسي جرګې ته په درنښت عرض دی، چې نن ولسي جرګې ته د مصروفیتونو له امله درتلای نه شم، په یوه مناسب وخت کې به له بشپړي تیاری سره ولسي جرګې ته حاضر او ستاسې پوښتنې به ځواب کړم."

د افغانستان لوی څارنوال له هغې وروسته ولسي جرګې استجواب کړ، چې د دې ادارې چارواکو د ولسي جرګې انتخابات نامشروع وګڼل او جرګې پرځینو بریالیو کاندیدان د درغلیو شک وشو.

د تیرې دوشنبې په ورځ د جرګې اکثرو غړو موافقه کړې وه، چې لوی څارنوال دې هرومرو استیضاح شي او حتی داسې هم اوریدل شوي وو، چې د لوی څارنوال په غیاب کې به صندق کیښودل شي او دې به بې باوره کړي.

خو د شنبې په ورځ د جرګې اکثروغړو د لوی څارنوال استیضاح غیرقانوني وګڼله.

د جرګې غړي مولوی نذیر احمد حنفي یوله هغو کسانو و، چې د استیضاح پرموضوع کلک و، ده وویل:

"تاسي یوسلو اتلسو وکیلانو چې تیره ورځ مو د لوی څارنوال په استیضاح ټینګار کاوه، نن چیرې یاست، یوه ورځ یوه خبره کوﺉ او بله ورځ بله، کومه کار چې نه یې شوای کولی، پریکړه یې هم مه کوئ."

عبدالرحیم ایوبي لوی څارنوال ته د نور وخت له ورکولو سره موافق و:

"لوی څارنوال ته باید وخت ورکړو، نور باید دا شخړه پای ته ورسوو، زموږ پروړاندې د ملت ډېر کارونه پراته دي، موږ باید خپل وخت پرکمیسیونونو، څارنوالۍ او داسې نورو جنجالونو ضایع نه کړو."

له دې مخکې د لوی څارنوالۍ چارواکو په خبري ناستو کې ویلي وو، چې ولسي جرګه د لوی څارنوال د استیضاح قانوني صلاحیت نه لري.

خو د جرګې غړو ویل، د هر وزارت او د هغو ادارو چې د وزارت په سطح کې دي، ولسي جرګه کولی مسوولین یې استجواب، استیضاح او حتی سلب اعتماد کړي.

دا چې لوی څارنوال به کله د ولسي جرګې غونډې ته حاضریږي دا به هم معلومه شي.

راپور:خان محمد سیند- کابل
XS
SM
MD
LG