د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د جمهور رییس حامد کرزي په کابینه کې احتمالي بدلون به څه پایلې ولري؟


خدمتګار ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د افغانستان د جمهور ريیس او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو تبصره کړې ده او لیکلي یې دي، داسې ګونګوسې شته چې جمهور ريیس به په کابینې کې په بدلون سره دغه له پخوا خړپړ شوې اړیکي لا پسې خړ پړ کړي.

د خدمتګار د لیکوال په باور له تیرې څه مودې راهیسې چې جمهور رییس د امریکا د متحده ایالاتو سره فاصله نیولې خو پر ځای یې له ځینو نورو هیوادونو لکه ایران، پاکستان او روسیې سره هم په اړيکو کې کوم خاص پرمختګ نه دی کړی. ورځپاڼې له لودیزو هیوادونو سره د جمهور رییس لریوالی د هیڅ پر لور تیښته بللې.

خدمتګار دا اندیښنه هم ښودلې، چې که چیرې جمهور رییس په کابینې کې د لویدیز د نفوذ تشه د پخوانۍ شمالي ټلوالې په غړو ډکه کړي، نو دا به یوه بله ستونزه راپیدا کړي.

افغان جرګې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د سولې لپاره په روانو هلو ځلو تبصره کړې او د یو شمیر کارپوهانو له قوله یې لیکلي، څوک چې له مخالفینو سره د خبرو مخالفت کوي د جګړې او وینې تویېدو د دوام غوښتونکی دی.

په مطلب کې راغلي، هغوی چې له وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې مخالفت کوي، د هغې پر ځای بدیل هم نه لري چې وړاندې یې کړي.

افغان جرګې خپله نننۍ سرمقاله د ولسي جرګې او لوی څارنوال ترمنځ په روانې شخړې کښلي.

په سرمقالې کې دغه شخړه زیانمنوونکې او د دښمن ژرندې ته اوبه ورکول بللي. د سرمقالې د لیکوال په باور افغانستان دا مهال د درېګونو قواوو ترمنځ همغږۍ او ګډ کار ته اړتیا لري، نه دا چې دوی په خپل منځي لانجو کې سره بوخت شي.

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په روان لمریز کال کې افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال په اړه تبصره کړې ده.

د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې هماغه خبره کړې چې څه موده مخکې جمهور رییس حامد کرزي ویلي. جمهور رییس دا فکر چې ګنې افغان ځواکونه امنیتي مسوولیتونو نشي ترلاسه کولای، یو ذهني اسارت بللی و.

د هیواد په سرمقالې کې راغلي، دا خبره سمه ده چې په بیلابیلو برخو کې ګڼې ستونزې دي، خو د دغو ستونزو موجودیت د دې معنی نه لري چې افغانان دې له خپلو ملي مسوولیتونو نه اوږه سپکه کړي.

هیواد د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې له خلکو څخه د جمهور رییس وروستۍ غوښتنه راخیستې چې ویلي یې دي، د خوښیو په مراسمو کې دې هوايي ډزې نه کیږي.

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په کابینې کې د احتمالي بدلون په اړه دوه بیل مطالب خپاره کړي دي. د ملي ارمان په یوه مطلب کې راغلي، ښايي رد شوي وزیران بیرته ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ور وپيژندل شي.

ارادې ورځپاڼې هم په همدې موضوع یو مطلب خپور کړی او پوښتلي یې دي، د جمهور رییس حامد کرزي په کابینه کې احتمالي بدلون به څه پایلې ولري؟

لیکوال په خپله هم دا پوښتنه بې ځوابه پریښي او د مطلب په پای کې یې لیکلي، په دې اړه اټکل کول ستونزمن دی او وخت به یې په ډاګه کړي.
XS
SM
MD
LG