د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۴

کابل: دیني عالمانو په امریکا د قران کریم سوځول وغندل


دیني عالمان وايي، چې خلک د مظاهرو حق لري خو د تاوتریخوالي نه

دیني عالمانو له امریکایي چارواکو څخه وغوښتل، چې د قران کریم د سوځولو دغه امریکایي پادري محاکمه کړي او په هیواد کې یې باید نور د دې ډول کارونو مخنیوی وکړي.

ټاکل شوې وه، چې دغه دیني عالمانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوه امریکایي پادري له خوا د قران کریم د یوې نسخې د سوځولو په غبرګون کې لاریون وکړي، خو د دې غونډې ګډون کوونکو وویل، چې امنیتي ځواکونو دوی ته د لاریون اجازه ورنه کړه او وروسته اړ شول چې په دې اړه په کابل کې یوه غونډه وکړي.

د دې غونډې یوه ګډون کوونکي او د کابل د شاه دوشمشرې د جومات خطیب او امام مولوي محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوه امریکایي پادري له خوا د قران کریم د یوې نسخې سوځول غندي او له امریکایي چارواکو څخه غواړي، چې دغه کس محاکمه کړي.

نوموړی همدا راز له افغان وګړو وغوښتل، چې د یوه امریکایي کشیش له خوا د قران کریم د نسخې د سوځولو په غبرګون کې په خپلو لاریونو کې لاس په تاوتریخوالي نه پورې کوي او د خلکو شتمنیو ته دې زیان نه رسوي.

"یو کشیش په امریکا کې قران کریم ته اور واچوه، مسلمان ته دا په کار ده، چې خپل عزم او اعتقاد په قران باندې نور هم محکم کړي، کولای شي چې دوی مظاهرې وکړي او د هغه عمل محکوم کړي، خو داسې نه چې په تاوتریخوالي لاس پورې کړي. د خلکو دکانونه وسوځوي او یا د خلکو موټرو ته اور ورته کړي.

د مطبوعاتو له لارې موږ ولیدل، چې په کندهار کې کوم دکانونه سوځول شوي وو، په هغو کې هم قران کریمونه موجود و."

ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو د امریکا سربیره له ټولو، لویدیځ هیوادونو څخه غوښتي، چې له هغو کړنو دی ډډه وکړي، چې نورو دینونو ته زیان اړوي.

د افغانستان جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر کرزي تیره ورځ په کابل کې د سویډن د بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې په دغه مسالې باندې ټینګار کړی.

د دیني عالمانو دغه غونډه چې د قدس د ملاتړو د فرهنګي شورا او د کابل د اونیزې ادارې په مرسته جوړه شوې وه، دیني عالمانو د منځني ختیځ پر حالاتو هم اندیښنه څرګنده کړه.

دغه دیني عالمانو د منځني ختیځ له خلکو وغوښتل، چې خپل حقونه دې د سولیږې طریقې څخه تر لاسه کړي او له نړیوالې ټولنې څخه یې هم وغوښتل، چې په منځني ختیځ کې دې خپلې لاس وهنې بندې کړي.

همداراز مولوي محمد یاسین په دې زیاته کړه.

"د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره چې کومې مظاهرې په عربي ملکونو کې روانې دي او د وخت مستبد حکومتونه هغوی د خپلو حقوقو حاصلولو ته نه پریږدي، موږ عالمان دا هم محکوموو.

زما غوښتنه له نړېوالې ټولنې، چې په راس کې یې امریکا ده دا ده، چې له افغانستان او عراق څخه دې عبرت واخلي، نو که امریکا او نړېواله ټولنه په لیبیا او ځینو نورو هېوادونو کې داسې کومه تېروته وکړي، چې په افغانستان او عراق کې یې کړې ده، داسې به راګېر شي چې د تېښتې لار به ترې ورکه شي.

نو مسلمانان دې په خپل حال پریږدي."

دغه دیني عالمان په داسې حال کې د یوه امریکایي پادري له خوا د قران کریم سوځول غندي او له افغان وګړو غواړي، چې په دې اړه دې په خپلو لاریونو کې تاوتریخوالی نه کوي، چې څو ورځې وړاندې په بلخ او کندهار ولایتونو کې په دې اړه د خلکو لاریونونه په تاوتریخوالی واوښتل.

په دغه لاریونونو کې تر لسو زیات کسان ووژل شول، لسګونه نور ټپیان شول او د خلکو شتمنیو ته په کې زیان واوښت.

راپور: ذکیه غیاثي - کابل
XS
SM
MD
LG