د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ایا د افغانستان بیارغونه امکان لري؟


ګارډین

د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې: «افغانيت په افغانستان کې لا ژوندی دی» ليکلي، افغانستان تل تيت پرک وو او نن سبا هم د څو کلنو جګړو له مصيبتونو کړېږي خو د افغانستان بيا رغونه ناممکنه نه ده.

د ګارډين له ليکنې سره سم په افغانستان کې د نړيوالو له پوځي هلوځلو لس کاله تېرېږي او اوس له دې هيواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په باب خبرې کېږي. څوک چې غواړي له افغانستانه لاسونه ومينځي، په دې باور دي، چې افغانستان هيڅوخت د يوه ملت په حيث هيڅکله نه و.

د ورځپاڼې له ليکنې سره سم دا حقيقت ده، چې د افغانستان ټولنه ټوټه ټوټه ده، تر دېرشو زياتې ژبې لري، د مختلفو قومونو او مذهبونو خلک په کې اوسي، شيعه ګان، سنيان، سيکان، هندوان او حتي يو وخت څو تنه يهودان هم په کې موجود وو، خو له دې ټولو سره سره افغانستان د افغانانو لپاره يو واحد هيواد دی.

ګارډين ورځپاڼه هغې سروې يا نظرپوښتنې ته اشاره کوي، چې په ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې شوې وه، چې ۷۲ فيصدو پوښتل شويو هماغه وخت د خپل هويت د څرګندولو په وخت مخکې تر دې چې د خپل قوم يا قبيلې يادونه وکړي، ځانونه افغانان بللي وو.

اوس له افغانستانه د وتلو لپاره په پرېکړو کې دا موضوع ډېره مهمه ده، چې له افغانستان سره له سياسي، تعليمي، اقتصادي او د عامه خدماتو له پلوه ملاتړ وشي.

د افغانستان بيارغونه جدي ژمنې، فوق العاده زغم او پر له پسې پانګونې ته اړتيا لري.

ګارډين په دوام کې ليکلي، بهرنيانو ته په دې هېواد کې، چې د ښوونځيو او سړکونو د جوړولو لپاره ورځي تل تود هرکلي ويل کېږي، خو هغو بهرنيانو ته هرکلي نه ويل کېږي، چې له توپک او پوځي يونيفورم سره ورغلي وي.

نشنل انټرسټ:

بله تبصره مو له نشنل انټرسټ نشريې څخه اخيستې."په افغانستان کې د پرمختګ منحرفوونکي تصوير" د هغې مقالې عنوان دی، چې دې خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې چاپ کړې ده.

د دې ليکنې په يوه برخه کې لولو، په افغانستان کې له ياغيانو سره مبارزه هغه فيل ته ورته ده چې يو ړوند يې د بدن پر غړيو لاس وهي او د لمس کولو له لارې يې ځان ته مجسم کوي.

د نشنل انټرسټ له ليکنې سره سم په افغانستان کې د جګړې د ماشين په باب هر څوک بېل نظر لري او هرڅوک يې يوازې يوه پرزه پېژني، خو تراوسه پورې هيڅوک په مجموع کې هغه نه شي تشريح کولی او بيا هم د هغو ړندو په شان چې د فيل پر بدن لاس وهي او هرڅوک چې يې د بدن پر هر غړي لاس وهي ځان ته بېل تصوير جوړوي.

له دې کبله د افغانستان په جنګ کې يو واحد او څرګند تعريف نه شي موندل کېداي.

نشريه زياتوي، حتی د امريکا پوځي چارواکي هم د افغانستان جګړه په خپل ګومان تعريفوي، ځينې يې د مايوسۍ وړ بولي او يوشمېر نور، چې د جګړې په ميدان کې دي، ادعا کوي چې ګواکي بريالي شوي دي.
XS
SM
MD
LG