د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

د پاکستان پوځ د هیواد پر خبري رسنیو څومره اغیز لري؟


د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د خبري رسنیو او حکومت تر منځ د یوه پله حیثیت لري.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د خبري رسنیو او حکومت تر منځ د یوه پله حیثیت لري.

په پاکستان کې خبري رسنۍ د ملکي حکومت په واکمنۍ کې تر ډېره حده ازادې دي. په دې هېواد کې د رسنیو شمېر مخ په زیاتېدو دی خو د کیفیت مزه یې نشته.

زیات شمېر خلک ممکن په دې باور وي، چې په پاکستان کې د خبري رسنیو چاپریال ازاد او د پرمختګ په حال کې دی.

درې کاله کیږي، چې په پاکستان کې د پوځي حکومت پر ځای یو ایتلافي ملکي حکومت واکمن شوی او د خبري رسنیو شمېر څو برابره زیات شوی دی.

په دې هېواد کې د تلویزیون خبرې ۲۴ ساعته کانالونه او د اېف. اېم راډیویي شبکې فعالې دي، کتاب پلورنځي او غرفې په ښکلو مجلو او اخبارونو ډکې دي.

له دې ټولو سره سره، دا په هیواد کې د ستر بدلون معنی نه لري. دا سمه ده چې د خبري رسنیو شمېر زیات شوی خو د راپورونو او خبرونو ساحه یې تنګه ده. خبري رسنۍ د حساسو امنیتي او بشري حقونو راپورونه نه شي ورکولای او راپورونه باید د چارواکو له اصولو سره سم وي.

سیاسي کتونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ له څو کلونو وروسته، یو ځل بیا د پردې تر شا کارونه څاري. دوی د هېواد په پالیسیو جوړولو کې پوره اغیز لري، له وضعه شویو حدودو څخه اوړي او خلکو ته وایي، څه شی باید واوري او کوم شیان باید وویني.

د پاکستان د انګلیسي ژبې ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې مسوول چلوونکی محمد ضیاالدین وایي، په پآکستان کې د خبري رسنیو چاپریال د جنرال پرویز مشرف واکمنۍ ته ورته دی او حتی له هغه څخه مخکي کلونو یعنی د دریو نورو جنرالانو د واکمنۍ له کلونو سره شباهت لري.

ضیاالدین وایي، د پاکستان د شاوخوا شپیته کلن تاریخ په زیاتې مودې کې پوځ، د دولت بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ جوړې کړې او هڅه یې کړي، چې خبري رسنۍ باید د دوی په خوښه کار وکړي. دی وایي:

"کله چي پوځ یوه اجندا ټاکي، د استخباراتي موسسو په مرسته هڅه کوي چې د خبري رسنیو په ګډون، ټول ملت اداره او تر واک لاندې کړي."

ضیاالدین وایي، کله چې د پاکستان ملکي حکومت د واک ادعا کوي، پوځ بیا هم د خبري رسنیو په ګډون، د ملي اجندا لپاره شرطونه لګوي.

د پاکستان لپاره د بي. بي. سي راډیو د اردو ژبې ایډیټر یا منتظم، امیر احمد خان وایي، په پاکستان کې د خبري رسنیو د شمېر زیاتېدل د ښه ژورنالیزم معنی نه لري.

په هیواد کې د زیات شمېر تلویزیونونو تر منځ د سختو سیالیو له وجې دا شبکې مجبوریږي، چې د خپلې بقا او دوام، د تجارتي اعلانونونو او پیسو د ترلاسه کولو لپاره ځانونه له حکومت سره ونښلوي.

امیر خان چې په تېر وخت کې د پاکستان د هیرالډ مجلې سرلیکوال هم و، وایي، د پاکستان پوځ ممکن نور هم خپلې منګولې په خبرې رسنیو ټینګې کړي او دا ځکه چې پوځ د تروریزم ضد جګړې کې ونډه لري.

دی وایي، له همدې امله پوځ زیاتې منابع تر لاسه کوي او د مهمو ملي مسلو په پریکړو کې، په ملکي حکومت اغیز هم لري.

خان وایي، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د خبري رسنیو او حکومت تر منځ د یوه پله حیثیت لري.

د خان په وینا، د پاکستان پوځ په اغیزمن ډول له خبري رسنیو څخه په خپله ګټه کار اخلي. دی وایي، د طالبانو په اړه شخړې د تلویزیونونو مهم خبرونه وي او دغه راز د چاپي رسنیو په لومړیو مخونو کې هم خپریږي خو په سوات او بلوچستان کې د پوځ له خوا د بشري حقونو په سرغړونو سترګې پټيږي.

امیر احمد خان وایي، په تېرو شپږو کلونو کي، د پاکستان پوځ په بلوچستان کي د غیر مذهبي بیلتون غوښتونکو پر ضد جنګیږي او په دې وروستیو کې په دې ایالت کې د څو تنو بلوڅو فعالانو مړي وموندل شول.

دا ډول خبرونه یا راپوورنه د نورو خبري رسنیو لپاره ممکن په زړه پوري وي، خو په پاکستان کې ورباندې سترګې پټیږي.

خان وایي:

"زه فکر نه کوم چې یوازي خبري رسنۍ دې په دغو سترګو پټونو ملامتې وې. خبري رسنۍ ورباندې سترګې نه پټوي بلکې دوی ته ویل کیږي، چې سترګې پرې پټې کړي. له دې هم معلومیږي، چې د پاکستان پوځ د هیواد پر خبري رسنیو څومره اغیز لري."

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اطهرعباس په خبری رسنیو باندې د پوځ اغیز او کنترول ردوي او وایي، په بلوچستان کې له خبري رسنیو سره د ملکي حکومت سر و کار دی او رسنۍ د هغو ادعاو د تحقیقاتو په اړه، چې وایي پوځ د بیلتون غوښتونکو په قتل کې لاس لري، راپورونه ورکوي.

زیات شمېر پاکستاني ژورنالیستان د حکومت انحصاري مقرراتو ته غاړه نه ږدي او په ۲۰۱۰ کال کي په دې هیواد کې اته تنه ژورنالیستان ووژل شول.

د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټه وایي، پاکستان د ژورنالیسانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو وژونکی هیواد دی.
XS
SM
MD
LG