د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

ولسمشر کرزي په هېواد کې هوايي ډزې ناوړه دود وباله


د خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې زیاتره د کلیو د اوسیدونکو یو دود دی.
د خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې زیاتره د کلیو د اوسیدونکو یو دود دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي له خلکو غوښتي، چې وروسته له دې دې، د خپلې خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې نه کوي، څو له دې بابته خلکو ته د مالې او ځاني زیانونو د اوښتو مخنیوی وشي.

ولسمشر حامد کرزي تیره شپه په خپله راډیويي وینا کې، چی د ملي راډیو له څپو خپریده د خوښي په مراسمو کې د ډزو کولو دود ناسم وباله او له خلکو یې وغوښتل چې له کار څخه دې ډډه وکړي.

"د وطن خویندو، ورونو او بچیانو په دې هوايي دزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی یا ټپیان شوي دي، دوکانونو، کورونو، فصلونو او درمندونو هم د هوايي ډزو له امله اور اخیستی دی."

ولسمشر کرزي همدا راز په دې اړه په خپله وینا کې هوایي ډزې له اسلامي شریعت سره هم په ټکر کې وبللې او ویې ویل، چې هوایي ډزې د خلکو په ځانګړي توګه د امید واره میرمنو په روحیه ناوړه اغیزې کوي.

"هوايي ډزې ډېرې صحي ناوړه عواقب هم لري، پر کوچنیانو، سپین ږیرو، ناروغانو په ځانګړي توګه په امیدوارو میرمنو ډېره بده ناوړه اغیزه کوي، ځکه په هېواد کې د ډېرو جګړو له امله خلکو له ډزو سره حساسیت پیدا کړی دی او په رواني ناروغیو مبتلا شوي دي."

ویل کیږي، چې د خوښۍ په مراسمو کې هوایي ډزې زیاتره د کلیو د اوسیدونکو یو دود دی.

ولسمشر کرزي په داسې حال کې، هوایي ډزې له شریعت سره په ټکر کې بولي، چې افغان وګړي له تیرو درې لسیزو جګړو او وینو تویولو څخه چې لاهم پای ته نه دي رسیدلي بدی خاطرې لري.

د روغیتا په اړه شوې سروې ګانې ښیي، چې همدا د ټوپک غږونو زرګونه افغان وګړي په روانې ناروغیو اخته کړي دي.

راپور: ذکیه غیاثي کابل
XS
SM
MD
LG