د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ناټو: د کونړ په پوځی عملیاتو کې مو ۸۰ تنه وسله وال وژلي


د کونړ والي وايي، چې په عملیاتو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کونړ والي وايي، چې په عملیاتو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ناټو په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي دي، چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ له کلیو او بانډو څخه وسله وال طالبان اېستل شوي دي.

له دې مخکې افغان چارواکو په دې عملیاتو کې چې پرون پای ته ورسېدل د شپږو نړیوالو او د ملي اردو د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړی و.

د کونړ والي سیدفضل الله واحدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، چې له نژدې دوو اونیو راهیسې پیل شوي دا پوځي عملیات د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنج ګل او څپرې او د مرورې ولسوالۍ په چنار، سروبي او ځینو نورو سیمو کې شوي دي.

د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې له اتیا زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي خو ښاغلي واحدي د وسله والو مخالفینو د تلفاتو شمېر تر دې زیات وښود.

د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وسله والو د مرورې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ځالې جوړې کړې وې او خپلې وسلې او کسان یې پر کونړ د حملو لپاره ځای پرځای کړي وو، خو د افغان او نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې له دې سیمو څخه واېستل شول.

وسله والو طالبانو د افغان او ناټو د چارواکو دا ادعا چې د کونړ په عملیاتو کې نژدې یوسل او دېرش وسله وال وژل شوي دي رد کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کونړ په جګړو کې د دوی یوازې ۲۴ وسله وال وژل شوي او پاتې د ده په وینا ملکي وګړي دي.

خو د کونړ والي سیدفضل الله واحدي ډاډ ورکړ چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

د ناټو له خبرپاڼې سره سم له ګډو ځواکونو سره په جګړو کې نژدې سل تنه طالبان ښکېل وو. خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په پای کې له وسله والو مخالفینو څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات او همداراز د راډيو یو سټېشن چې وسله والو کار ترې اخیست ترلاسه شوې دي.
XS
SM
MD
LG