د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ايساف په افغانستان کې د القاعده شبکې د راستنېدو راپور رد کړ


تېرو شپږو میاشتو کې د نړیوال ایتلاف ځواکونو په افغانستان کې د القاعده د دریمۍ پوړۍ یو مشر وژلی
تېرو شپږو میاشتو کې د نړیوال ایتلاف ځواکونو په افغانستان کې د القاعده د دریمۍ پوړۍ یو مشر وژلی
فرانسپرس خبري آژانس د ناټو د یوه چارواکي له خوا د خپرې شوې اعلامیې په حواله لیکي چې وايي، د القاعده تحرکات د یوه ځواک په توګه د دې ډلې د راڅرګندېدو په معنا نه ده، بلکې د تیت او پرک کېدو له وجې داسې ښکاري، چې دا شبکه په پراخه کچه د راڅرګندېدو په حال کې ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د القاعده شبکې عرب جنګیالي یوځل بیا د افغانستان ختیځو ولایتونو ته ستانه شوي څو له دې سیمې څخه د امریکايي ځواکونو د تدریجي وتلو په نتیجه کې له رامنځ ته شوي حالت څخه ګټه پورته کړي.

د ورځپاڼې په راپور کې د افغان، امریکايي او وسله والو طالبانو د سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ویل شوي، چې په تېره سپټمبر میاشت کې د هېواد په ختیځ کې د تروریستانو د روزنې پر یوه مرکز د امریکا د هوايي ځواک بمبارۍ وښوده، چې دا افراطي شبکې د بیا څرګندېدو په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ناټو چارواکو له دې مخکې القاعده د داسې یوې ډلې په توګه تعریفوله چې تقریباً له منځه تللې او په افغانستان کې یوازې په محدود شمېر جنګیالي لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي و، چې د افغانستان په ختیځ کې د القاعده شبکې کمپونه او سنګرونه اوس مهال په همغه اندازه دي چې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې، خو د ورځپاڼې په وینا دا کمپونه اوس د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو په سیمو کې جوړ شوي.

خو د ناټو په اعلامیه کې چې فرانسپرس یې راپور ورکړی د آیساف د ویاند ډګرمن جان دوریان له قوله ویل شوي دي، چې وايي، په دې اړه چې ګنې القاعده شبکې په افغانستان کې پښې ټینګې کړې، مبالغه شوې ده.

ښاغلی دوریان زیاتوي، بې له شکه چې القاعده شبکه، لکه څنګه چې پخوایې هڅه کړې ده، د داسې فرصتونو په لټه کې ده، چې وکولای شي په سیمه کې خپل وسله وال وروزي خو نوموړی زیاتوي، دا ډله په دې هم پوهېږي، چې د آیساف ځواکونه پر دې سیمه له نژدې څارنه کوي او پرله پسې د دې ډول کمپونو په لټه کې دي.

د آیساف ویاند همداراز وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د نړیوال ایتلاف ځواکونو په افغانستان کې د القاعده د دریمۍ پوړۍ یو مشر وژلی او د دې شبکې څو تنه نور مهم کسان یې یا وژلي یا نیولي دي.
XS
SM
MD
LG