د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

په قرغزستان کې د انقلاب نه له یو کال وروسته د خلکو حالت


په قرغزستان کې د ازبکانو او قرغزانو ترمنځ خونړۍ قومي شخړې هم په دې هیواد کې په سیاسي تغیراتو بې اغیزې نه وې.
په قرغزستان کې د ازبکانو او قرغزانو ترمنځ خونړۍ قومي شخړې هم په دې هیواد کې په سیاسي تغیراتو بې اغیزې نه وې.
د اپریل اومه نیټه په قرغزستان کې د انقلاب له لومړی کالیزې سره برابره ده. سره له دې چې د رزا انتبایوا په مشرۍ نوي حکومت له خلکو سره د ډيموکراتیکو تغیراتو او د نوي پارلمان د تشکیل ژمنې کړې وې، یوشمېر خلک په دې باور دي، چې په دې هیواد کې کورنیو قومي شخړو د مثبتو پرمختګونو مخنیوی کړی دی.

یوکال وړاندې د دې پاڅون په نتیجه کې د هغه مهال ولسمشر قربانبیک باقیف له دندې ګوښه شو. مظاهره کونکو پر هغه د ورځ په ورځ زیاتیدونکی اداري فساد او استبداد تور لګاوه.

د باقیف تر تښتیدو وروسته د قرغزستان د حکومت د مخالفینو یوې مشرې او پخوانۍ ډپلوماټې رزا اتنبایفا قدرت ترلاسه کړ.

دې پر نوي اساسي قانون د نظارت او د ډیموکراسۍ د اصولو پر بنا د نوي پارلمان د تاسیس ژمنې وکړې. خو زیات خلک په دې باور دي چې له هغه مهاله تراوسه حکومت پر خپلو ژمنو چندان عمل نه دی کړی.

د رپوټو پر اساس په قرغزستان کې د ازبکانو او قرغزانو ترمنځ خونړۍ قومي شخړې هم په دې هیواد کې په سیاسي تغیراتو بې اغیزې نه وې.

مخالفین داسې فکر کوي، چې دې کورنیو لانجو حکومت ضعیف کړی دی. په بشکیک کې تر خونړیو پيښو تقریبا یو کال وروسته د حکومت منتقدان په دې باور دي، چې کورنیو نښتو د ډيموکراسۍ د اصولو د عملي کولو لپاره د حکومت هڅې ضعیفې کړې دي.

د حکومت له هڅو سره سره لا هم دا هیواد له اقتصادي ستونزو سره لاس ګریوان دی او بله پلوه د قومي شخړو د بیا رامنځ ته کیدو خطر موجود دی خو حکومت دا ډول تورونه ردوي.

د قرغزستان د صدرات اول مرستیال عمر بیک بابانوف ازادي راډیو ته وویل، چې حکومت تراوسه ځيني عمده کارونه کړي دي:

"له هغو ټولو تورونو سره چې د حکومت په ضد روان دي، موږ د رشوت او اداري فساد په ضد جدي مبارزه پيل کړې ده. په قرغزستان کې کله هم د دې ډول تنظیم شویو او جنایتکارو ډلو په ضد داسې مبارزه نه ده شوې. د دې ډلو زیات رهبران تراوسه نیول شوي دي."

خو په لارو سرکونو زیات عادي خلک په دې نظر دي چې د باقیف له برطرفي وروسته محدود تغیرات راغلي دي. کانستانتین چې د خپل بشپړ نوم له څرګندولو یې ډډه کړې ویلي، چې ( د اپرییل اومه نیټه هیڅ مفهوم نه راته لري.)

د قرغزستان یوشمیر خلک په دې هیواد کې د اپریل د اومې پاڅون په منځني ختیځ کې د خلکو له پاڅونونو سره مقایسه کوي. سره له دې چې په دواړو ځایونو کې دا تغیرات د هغو ځوانانو له خوا رهبري کیدل چې انټرنت او عصري تکنالوژۍ ته لاس رسي لري، خو د سیاسي چارو څیړونکی مارس سرایف وايي چې د دواړو سیمو حالات د مقایسې وړ ندي ځکه دا تغیرات موازي نه دي رامنځ ته شوي.

په قرغزستان کې په تیرو کلونو کې هم ستر پاڅونونه شوي دي. تقریبا شپږکاله مخکې قربانبیک باقیف د (سره غاټول) تر نوم لاندې انقلاب قدرت ته ورساوه چې ګڼ اعتراضونه یې وپارول او اوس هم په دې هیواد کې مظاهرې دي.

په وروستیو کې د سیمې د یوه بازار تړل کیدو په زندانو کې موجود وضعیت ګڼ شمیر خلک لارو سرکونو ته را وایستل.

د سولې او جګړې د انستیتیوت یو څارونکی جان ماکلند وايي، د کورنیو سیاسي رهبرانو ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې رامنځ ته کیدونکي تحول، ریښتني انقلاب نه شي بلل کیدای.
XS
SM
MD
LG