د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۵

عبداله: ولسمشر کرزی دې په خپل حکومت کې اصلاحات راوړلي


ډاکټر عبداله وايي، ولسمشر کرزی دې روانو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او خپلو مسوولیتونو ته جدی پاملرنه وکړي

د تغیر او امید د ګوند مشر وایي، چې که ولسمشر کرزی په خپل حکومت کې اصلاحات را نه ولي، نو د منځني ختیځ د هیوا دونوپه څیربه دلته هم پاڅونونه وشي.

په داسې حال کې، چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې د خلکو پراخ پاڅونونه دوام لري، د تغیر او امید ګوند مشر خبرداری ورکوي، چې که د افغانستان په حکومت کې اساسي اصلاحات رانه شي، نو ممکن د افغانستان وضع له منځني ختیځ نه هم خرابه شي.

د تغییر او امید ګوند مشر داکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې په هېواد کې روانو ستونزو او جنجالونوته د پای ټکی کیږدي او خپلو مسوولیتونو ته جدی پاملرنه وکړي:

"ښاغلی کرزی! دا چې یو څه موده مې درسره کار کړی، د هغه په پاس درته وایمه، چې راويښ شه او وګوره چې په هېواد کې دې څه تېریږي؟

خپلو مسوولیتونو ته دې پام وکړه، مسولین دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړه.

که حاکم نظام له خوبه راويښ شي، د خلکو غږ ته غوږ ونیسي او له دغه حالت څخه، چې اوس ورسره مخامخ دی، بهر راشي، نو تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د خلکو خدمت ته چانس لري، خو که موجوده رهبري پخپلو تېروتنو کې ډوبه شي، نو هر هغه ځای، چې د افریقا د شمال او د منځني ختیځ مشرانو ته وړاندوینه شوې، دوی ته هم ورته انتظارکوي له دې څخه د غوره ځای په تمه دې نه اوسي."

د منځني ختیځ په یوشمیر هیوادونو کې له تیرو څومیاشتوراهیسې تاوتریخوالی روان دی، دا مظاهرې او جنجالونه په مصراو ټونس کې د حکومت د ړنګیدو لامل وګرځید او په لیبیا، بحرین، یمن او ځینو نورو هیوادونو کې اوس هم مظاهرې او جګړې رواني دي.

په یوه څېړنیز رپوټ کې، چې د یوشمېر ځوانانو له خوا برابر شوی، د افغانستان اوسنی حالت يې په منځني ختیځ کې د خلکو د پراخ پاڅون څخه دمخه پرتله او څیړلې ده.

په دغه څېړنیز رپوټ کې د افغانستان او د منځني ختیځ د یوشمېر هېوادونو ترمنځ د حکومتداری د توپیرونو سربېره، له دغو هېوادونو سره د افغانستان ځینو ګډومسایلو ته هم اشاره شوې ده.

په دغه رپوت کې راغلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د دولت د وسلوالو مخالفینو حضور، د زده کړې د کچې ټیټوالی او د خلکو په منځ کې د سیاسي لیدلوري نشتوالی هغه تفاوتونه دي، چې د افغانستان او د منځني ختیځ په هېوادونو کې موجود دي.

هڅه مو وکړه، چې د ښاغلي عبداله د دې غوښتنو او څرګندونوپه اړه د حکومتي چارواکو نظرهم واخلو خو له کوښښ سره سره په دې بریالی نشو.

د ولسي جرګې غړی محمد حسین فهیمي هم وايي، چې په افغانستان کې دا مهال له هره پلوه ستونزې موجودې خو دی څرګندوي، چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د زیاتیدو د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وشي.

"د افغانستان ولسي جرګه د هغو واکونو له مخې، چې اساسي قانون ورکړي، هڅه کوي چې د افغانستان بحراني حالت پدتر نه شي، هغه ګواښونه، چې خلک به ورسره مخامخ وي، پوهاوی ورته ورکړل شي او له هر ډول اقداماتو څخه، چې د نظام د کمزوري او د له منځه وړلو لامل کیږي، مخنیوی وشي."

د افغانستان په حکومت له تیرو نږدې لسو کلونوراهیسې انتقادونه کیږي، چې ډیرفساد پکې موجود دی او حکومتي چارواکي لکه څنګه چې لازمه ده خپلې چارې پرمخ نه وړي.

دغه راز ځینې خلک وایي، چې د ولسمشر کرزي له ژمنو سره سره لاهم په دې هیواد کې روابط پرضوابطو لومړیتوب لري او خدمات خلکوته سم نه ترسره کیږي.

خود افغانستان حکومت تل ویلي، چې په دې هیواد کې د اساسي اصلاحاتو د راوستو او د اداري فساد د مخنیوي لپاره هلې ځلې شوي او په دې برخه کې لاس ته راوړنې هم لري.

راپور: ماریا صدیقي - کابل
XS
SM
MD
LG