د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د خليج هېوادونو د يمن له ولسمشره وغوښتل چې واک پرېږدي


د طبي کارکوونکو او عيني شاهدانو په خبره په دغو مظاهرو کې تر اوسه ١٢٥ کسان وژل شوي دي.
د طبي کارکوونکو او عيني شاهدانو په خبره په دغو مظاهرو کې تر اوسه ١٢٥ کسان وژل شوي دي.

د پنج شنبې په ورځ د خليج هېوادونو د يمن پر ولسمشر عبداله صالح فشار راوړ، دوى اعلان وکړ تمه لري چې صالح تر دوه مياشتنيو خونړيو مظاهرو وروسته واک پرېږدي.

د قطر صدراعظم شيخ حمد بن جاسم الثاني وويل، د خليج د همکارۍ شورا چې شپږ غړي لري د يمن له ولسمشر سره يوې موافقې ته د رسېدو په تمه دي.

د دولتي ټلويزيون سبا د راپور له مخې، صالح د چهارشنبې په ورځ د خليج د منځګړيتوب هرکلى وکړ. نوموړي د روان بحران د حل لپاره د جدي او صادقانه ديالوګ اهميت تاييد کړ.

د پنج شنبې په ورځ د يمن يوه مخالف مشر د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د ولسمشر صالح د ليرې کېدو لپاره په طبيعي ډول د هرې هڅې هرکلى کوي.

صالح، چې د امريکا او سعودي عربستان متحد ګڼل کېږي، له ١٩٧٨م کال راهيسې په واک کې دى، له تېرې جنورۍ مياشتې راهيسې يې په هېواد کې په ملي کچه مظاهرې روانې دي او د نوموړي د ليرې کېدو غوښتنه کوي.

د طبي کارکوونکو او عيني شاهدانو په خبره په دغو مظاهرو کې تر اوسه ١٢٥ کسان وژل شوي دي.

په صنعا کې د جمعې په ورځ يوه خطيب يحيى الدايي لامي د حکومت ضد مظاهرو ته په وينا کې د صالح په باب خبرې وکړې:
”علي صالح د فرعون يوه کاپي ده. دۀ فکر کاوه چې دغه هېواد او خلک يې ورخپل کړي، فکر يې کاوه خلک پسونه دي او دى يې تغذيه کوي، که چېرې خلکو مقاومت کاوه، دى به يې په ډله ييز ډول ووژني."

سره له دې چې د القاعده په وړاندې په مبارزه کې صالح د امريکا کليدي همکار ګڼل کېږي، خو واشنګټن په تعز او الحديده ښارونو کې د مظاهره چيانو په وړاندې د امنيتي ځواکونو د سخت اقدام له کبله پر يمن انتقاد وکړ، په دې اوونۍ کې په دغو ښارونو کې ٢٠ مظاهره چيان په ډزو ووژل شول.

د سپينې ماڼۍ وياند جې کارنې وويل:

”د امريکا متحده ايالات په تېرو څو ورځو کې په صنعا، تعز او حديده کې د يمن د دولتي ځواکونو له لوري د مظاهره چيانو په وړاندې د تاوتريخوالي کارول په کلکه غندي.“

د قطر د صدراعظم په بيان کې ويل شوي، که څه هم د خليج هېوادونه په دوديز ډول د ولسمشر صالح کلک ملاتړي وو، خو اوس يې فيصله کړې چې نوموړى دې له واکه ليرې شي.

واشنګټن پر دې مسئله اندېښنه څرګنده کړې، چې د القاعده شبکې فعاله څانګه به ښايي په يمن کې له روان اوږدمهالي بحران څخه د ځان په ګټه کار واخلي، ځکه يې نو پر صالح فشار راوړى چې د واک د انتقال په باب خبرې وکړي.خو پنټاګون وايي له يمن سره د امريکا د پوځي مرستې د ځنډولو پلان نه لري.
XS
SM
MD
LG