د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۳

کابل: د ملي اردو په لیکو کې د قانون د ټینګښت په نامه سیمنار پای ته ورسید


په دغه درې ورځنی سیمینار کې له ۲۰۰ څخه زیاتو د ملي اردو افسرانو په کې برخه درلوده.

(په ملي اردو کې د قانون ټینګښت) په نامه سیمینار چې هدف یې له قانون څخه د ملي اردو د افسرانو خبرول وود پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد د موجودیت او د کم سوادۍ اندیښنې موجودې دي؛ د دفاغ وزارت د ملي اردود ځواکونو لپاره له قانون او حقوقو څخه د خبریدو لومړنی روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دغه درې ورځنی سیمینار چې له دو سوو څخه زیاتو د ملي اردو افسرانو په کې برخه درلوده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پای ته ورسید.

د دفاع وزارت د ستر درستیز حقوقي ریس جنرال عبدالکریم د دغه سیمینار هدف داسې څرګند کړ:

"دغه سیمینار مو په دې منظور ترسره کړ، چې موږ یواساسي رول لوبولی وي او د ملي اردو په لوړو لیکو کې د قانون او حقوق پوهنې کچه لوړه کړو.

موږ په دې برخه په ګډه کار وکړ، د دغه پروګرام یو اساسي هدف دا هم وو، چې څنګه د ملي اردو په لیکو کې د فساد مخه ونیسو، څنګه یوه منظمه او با دسپلینه اردو ولرو او څنګه د ملي اردو ځواکونه د افغانستان له موجوده قانون نه خبر کړو."

په دغه سیمینارکې د کابل پوهنتون یوشمېر استادانو او ځینو نورو حقوق پوهانو هم په بیلابیلو حقوقي او قانوني مسایلو بحثونه وکړل او د ملي اردو ځواکونه یې خپلو او د خلکو په وړاندې مسولیتونو ته متوجه کړل.

د افغانستان د فاع وزارت چارواکي وایي، چې په وروستیو څو کلونو کې څلور پوځي قوانین د ملي شورا له خوا تصویب شوي او اوسمهال په عملي توګه ورڅخه ګټه پورته کیږي.

د دفاع وزارت د حقوقو عمومي ریس امین نورستاني وایي، په وروستیو میاشتو کې د سرتیرو د ذاتي چارو قانون هم د اړوندو ارګانونو له خوا منل شوی، چې د ملي اردو ټولو اړتیاوو ته مثبت ځواب وایي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، ترڅو چې امنیتي ځواکونه له قوانینو او مسولیتونو خبر نه شي دا به ستونزمنه وي، چې د عامو خلکو باوراو ملاتړ ترلاسه کړي.

د سیمینار ګډونکونکي هم دغه روزنیز پروګرام ګټور بولي یوتن افسر چې سمیر نومیږي وایي، چې درسونه یې ورته د عمل په ډګر کې ډیر ګټور دي.

"هغه موضوعات چې په هغو کې د قانون پیدایښت، د قانون او حقوقو ترمنځ توپیر او په ملي اردو کې د قانون د عملي کولو موثریت هغه مسایل و، چې په دې سیمینار کې موږ ته تدریس شول.

موږ ته وویل، شول چې باید خپل ټول اجرات د قانون په رڼا کې ترسره کړو.

د ملي اردو په لیکو کې د قانون د ټینګښت دغه روزنیز پروګرام په داسې حال کې ترسره کیږي، چې اوس هم په امنیتي ځواکونو انتقاد کیږي، چې په فساد کې لاس لري، د نشه یې توکي کاروي او عام خلک زوروي.

خو امنیتي چارواکي وایي، هڅه کوي ترڅو د امنیتي ځواکونود روزنې کچه لوړه او هغوی دې ته وهڅوي، چې له خلکو سره ښه اوقانوني چلند وکړي.

راپور: اسدالله لودین - کابل
XS
SM
MD
LG