د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

ستانکزى: له طالب جنګياليو سره مو خبرې روانې دي


ښاغلی ستانکزی وايي، له وسله والو سره تر سولې ها خوا ګام ايښوول شوى دى.
ښاغلی ستانکزی وايي، له وسله والو سره تر سولې ها خوا ګام ايښوول شوى دى.

د سولې عالي شورا مرستيال معصوم ستانکزى وايي، وسلوال طالبان او نور مخالفان په سياسي دلايلو له افغان دولت سره د سولې له خبرو اترو د ملاتړ اعلان نه شي کولاى.

د افغان ولسمشر سلاكار او د سولې عالي شورا مرستيال محمد معصوم ستانكزى وايي، چې له څه وخت راهيسې د دولت له مخالفو وسلوالو ډلو سره د سولې خبرې روانې دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې يوې غونډې ته وويل:

”موږ ورسره په تماس کې يو، هر وخت ورسره خبرې کوو، په دې برخه کې مو ډېر کار کړى، دوى ته مو استازي ورلېږلي او دوى موږ ته خپل استازي رالېږلي دي.“

کله چې له ښاغلي ستانکزي پوښتنه وشوه، خبرې يوازې د سولې د مذاکرو لپاره دي؟ نوموړي وويل، چې تر دې هاخوا ګام ايښوول شوى دى.

ښاغلي ستانکزي د سولې په خبرو كې يوازې طالبانو او نورو وسلوالو ته اشاره ونه كړه، بلكې ويې ويل، چې د دولت ضد عناصرو سره يې د سولې خبرې روانې دي.

هغه دا هم وويل، چې له وسلوالو سره يې اوسنۍ خبرې پټې دي او دا خبرې به وخت ونيسي.

د نيويارک ټايمز په باور، دا لومړى ځل دى، چې يو لوړپوړى افغان چارواكى له مخالفو وسلوالو سره د سولې خبرې اترې په مستقيم ډول تاييدوي.

نوموړي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ په كابل كې، هغې خبري غونډې ته وكړې، چې امريكا په كې د پخلاينې د هڅو د پياوړتيا لپاره د سولې له عالي شورا سره پنځوس مليونه امريكايي ډالره مرسته اعلان كړه. ستانکزي وويل، چې امريکا د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

په كابل كې د متحده ايالتونو سفير كارل ايكن بيري وويل، چې دوى سل په سلو كې د پخلاينې او يووالي ملاتړ كوي.

له وسلوالو سره د پرله پسې خبرو دا څرګندونې په داسې حال كې کېږي، چې وسلوال طالبان په بيا بيا وايي، چې دوى د سولې په خبرو كې ګډون نه كوي او چې بهرني پوځيان له افغانستان نه وتلي نه وي، په داسې خبرو كې به برخه وانخلي.

له بلې خوا معصوم ستانكزى وايي، د دولت وسلوال مخالفان په سياسي دلايلو، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته خپل چمتووالى په عامه نه شي تاييدولاى.

خو ښاغلي ستانکزي په دغو هڅو کې په مشخص ډول د طالبانو نومونه وانخيستل او تل يې د دولت د مخالفو عناصرو عبارت په ژبه واخيست.

نوموړي او كارل ايكنبيري په ټينګار سره دا هم وويل، چې د سولې او پخلاينې د خبرو مشري افغانان كوي.

ستانكزي زياته كړه، د سولې په خبرو کې موږ مخته يو، امريكايان مالي مرسته راسره كوي او كه هر ډول مرستې ته اړتيا شي دوى به مو ملاتړ وكړي.

د ورځپاڼې په حواله، داسې اوازې شته، چې د طالبانو او نورو مخالفو ډلو دغه راز ملګرو ملتونو، بريتانيا، جرمني، ناروې او امريکا ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

د ځينو خبرونو پر اساس، لوېديځو ډيپلوماتانو، طالب مشرانو او افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره ځينې جدي لارې چارې څېړلې دي، د سفر ضمانت او په څو مذاکرو کې د طالبانو د استازو د ګډون لپاره د هغوى د سفر خوندي ساتل.

د طالبانو د کابينې پخواني غړي او د سولې عالي شورا غړي ارسلا رحماني وويل، له ترکيې څخه په رسمي ډول دا موافقه اخيستې ده، چې هلته به يو دفتر پرانيستل کېږي.

تېر کال د امريکا کانګرس په ټولنه کې د طالب جنګياليو د جذب په ګډون د سولې د نورو هڅو لپاره سل مليونه ډالره اختصاص کړل. اروپايي هېوادونو هم په دې برخه کې د يوسل او پنځوسو مليونو اضافي مرستې ژمنه کړې.

خو د امريکا له لوري د پنځوسو مليونو ډالرو وروستۍ مرستې فرق دا دى، چې دغه پيسې افغان حکومت ته ورکول کېږي، تر څو د سولې پر هڅو يې مصرف کړي.

نيويارک ټايمز ليکي، د دغو پيسو يوه اندازه مصرف شوې او ځينو طالب جنګياليو خپل دريځ بدل کړى دى.
XS
SM
MD
LG