د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۳

د پروان یو شمیر زندانیانو د خوشي کیدو امر اخیستی


د امریکا دفاع وزارت وایي، د هغو بندیانو د خوشي کیدو مساله څیړي چې د خلاصیدو امر یې شوی دی خو دا کار وخت غواړي.
د پروان په زندان کې یو شمیر بندیانو د خوشي کیدو امر ترلاسه کړی دی خو د امریکا دفاع وزارت وایي لاهم وخت ته اړتیا شته چې دا کسان پرې ښودل شي.

له امین البکري سره له زندانه د خلاصیدو امر شته خو د اوس لپاره د قیمتي کاڼو دغه یمني سوداګر ته دا سند ګټه نه کوي.

دوه څلویښت کلن البکري له اتو کلونو راپه دې خوا په افغانستان کې د امریکا په پوځي زندان کې بندي دی. په دغې مودې کې کله هم دی په کوم جرم تورن نه شو د ده په څیر نور کسان هم شته چې لاهم نه دې تورن شوې.

د بشري حقونو د لومړۍ ادارې په نوم د یوې موسسې یو جګپوړی مسوول دیفیني ایوایتر څرګندوي چې له افغانستانه بهر تر لسو ډير نیول شوې زندانیان له هر توره بري شوې دي او دې ته تیار دي چې خوشي شي.

د دغو بندیانو مدافع وکیلان وایي، یو شمیر زندانیان له دې امله په بند کې پاتې دي چې امریکا د دوی له اصلي هیوادو سره لکه یمن، پاکستان، او تونس سره سیاسي ستونزه لري.

خو د امریکا دفاع وزارت په دې اړه چې دغه زندانیان له نورو هیوادو سره د سیاسي ستونزو له امله نه دې خوشې شوې، څه نه دې ویلې.

مدافع وکیل رمزي قسیم د نیویارک پوهنتون استاد چې د البکري د خوشي کیدو لپاره یې پاڼې ډکې کړې دي د دوشنبې په ورځ یې دغه پاڼې په واشنګتن کې فدرالي محکمې ته وسپارلې. دی وایي، امین البکري د خپل عمر نژدې لس کاله په بند کې تیر کړل خو دی باید له سره نه وای بندي شوی ځکه چې کله هم امریکا ته ګواښ نه و.

د مدافع وکیل په وینا البکري د دوه زره دوهم میلادي کال په وروستیو کې په تایلند کې د یوه تجارتي سفر پر مهال امریکایي اجنټانو ونیو. هغه وخت دی په تایلنډ کې له هوټله ووت او خپل هیواد یمن ته روان و څو له خپلې میرمن او دریو ماشومانو سره په خپل وطن کې خپله څلوردیرش کنلۍ کلیزه ولمانځي.

د البکري کورنۍ هغه وخت خبره شوه چې دی ژوندی دی چې د سره صلیب کمیټې د پروان له زندانه د ده په لاس لیکلی پوسټ کارډ په یمن کې د ده کورنۍ ته وسپاره.

د امریکا دفاع وزارت وایي، د هغو بندیانو د خوشي کیدو مساله څیړي چې د خلاصیدو امر یې شوی دی خو دا کار وخت غواړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل، که چیرته د هغو زندانیانو د خوشي کیدو یا لیږدیدو امر تصویت شي چې د افغانان نه دي نو خپلو هیوادو ته د هغوی د بیرته ستنیدو لپاره دیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا شته.

د امریکا دفاع وزارت تر اوسه دا نه ده څرګنده کړې چې څه شمیر بندیان د پروان په زندان کې د خلاصون امر لري او لاهم نه دې خوشې شوي.
XS
SM
MD
LG