د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

اوباما په امریکا کې د قران کریم سوځول وغندل


ولشمشر اوباما له خپل افغان سیال سره د چهارشنبې د ورځ په ماښام پر ویډيو خبرې کړي دي.
ولشمشر اوباما له خپل افغان سیال سره د چهارشنبې د ورځ په ماښام پر ویډيو خبرې کړي دي.
امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ریس بارک اوباما د یوه پادري له خوا د قران مجید د یوې نسخې سوځولو په شدت غندلې او په افغانستان کې یې په وروستیو مظاهرو کې د رامنځ ته شویو تلفاتو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

دواړو ولسمشرانو د چهارشنبې د ورځ په ماښام پر ویډيو خبرې کړي دي.

په دې تقریباً یو ساعته خبرو کې په امریکا کې د قران مجید د سوځېدو سره په ارتباط کې په مزار شریف او کندهار ښار کې د رامنځ ته شویو پيښو په اړه په بحث کې ولسمشر کرزي ډاډ ورکړی، چې په اړه یې تحقیقات کیږي.

په وروستیو کې د کندهار، مزار شریف او یوشمیر نورو ښارونو کې د خلکو مظاهرې تر کابله هم ورسیدې. د چهارشنبې په ورځو په خوست کې راغونډو شویو قومي مشرانو او مخورو د پيښې غندنه وکړه، خو له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې په خپلو اعتراضونو کې دې خپلو وطندارانو ته د مالي او ځاني تاوان رسیدو سبب نه ګرځي.

د خوست د مجاهدینو د اسلامي شورا مشر محمد سردار ځدراڼ وویل: "خلک باید سوله ایزې مظاهر وکړې. نورو مسلمانانو ته باید ضرر ونه رسیږي، ځکه دا خپله یوه ستره ګناه ده."

ښاغلي کرزي له بارک اوباما سره تر خبرو مخکې په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو له سفیر او په افغانستان کې د نړیوالو قواوو له قوماندان سره وکتل او هغوی ته یې خپل شکایت وړاندې کړ.

ولسمشر حامد کرزي همدا راز امریکا له کانګرس څخه غوښتنه وکړه، چې په دې اړه عکس العمل څرګند کړي او د پادري تیرې جونز دا عمل وغندي.

د ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړو ولسمشرانو همدا راز په افغانستان کې کورنیو امنیتو قواوو ته د مسولیتونو د سپارلو په اړه هم خبرې کړي دي.
XS
SM
MD
LG