د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۷

په کندز کې د کرکټ دوه سوه لوبغاړي روزل کیږي


‫لوبې سپورټي روزنیزې موسېسې ایل ایس ټي اوو د اپریل په شپږمه د چهارشنبې په ورځ د کندز په ولایت کې د کرکټ اته ورځنی روزنیز کمپ پیل کړ او په دې روزنیز کمپ کې به دوه سوه لوبغاړو ته د کرکټ مهارتونه، تکتیکونه، اصول او قوانین ور وښودل شي.‬

دا روزنیز کمپ چې د کندز د سپین زر په لوبغالي کې پیل شو، په پرانیسته کې یې د لوبې سپورټي روزنیزې موسېسې د چارواکو د ګډون سربېره په کندز کې د افغانستان د کرکټ بورډ استازي هم برخه لرله، د لوبې سپورټي روزنیزې مؤسېسې مرستیال زراب شاه زهیر وویل، چې دا مؤسسه به په دې اته ورځو کې کرکټ مهارتونه لوبغاړو ته وښيي او د کرکټ د لوبې له اصولو سره به یې اشنا کړي.‬

ښاغلي زهیر د افغانستان د کرکټ بورډ نه مننه وکړه، چې ايل ایس ټی اوو سره یې د دغه روزنیز کمپ د امکاناتو په برابرولو کې مرسته کړې او ملاتړ یې کوي.

په دې روزنیز کمپ کې به لوبغاړو ته د ملي لوبډلې د وتلو لوبغاړو هستي ګل عابد او میرویس اشرف دا ډول د پیاوړي روزونکي محمد عالم له لوري روزنه ورکړل شي او په خپله زراب شاه زهیر به د کرکټ د لوبې قوانین لوبغاړو ته وښيي.‬

په کندز کې د کرکټ بورډ استازي ډاکټر فرید عالم دا روزنیز کمپ د کرکټ لوبغاړو ته پدغه ولایت کې خورا مفید وباله وې ویل، چې د لوبغاړو په روزنه کې ډېره مرسته کوي.‬

ايل ایس ټی اوو دا ډول دوه سوه لوبغاړو ته کالي او د لوبې بوټان هم ورکړل او په پام کې ده چې د دې روزنیز کمپ په پای کې د کرکټ یو مقدار وسایل هم ورکړي.‬

لوبه سپورټي روزنیزه مؤسېسه چې په افغانستان کې د کرکټ د ودې لپاره هڅې کوي تر دې وړاندې په کندهار او خوست کې هم ورته روزنیز کمپونه په لار اچولي وو او تر دې دمه یې څلور سوه د کرکټ لوبغاړی روزلي دي. ‬
XS
SM
MD
LG