د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۱

افغانستان د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت هيلکوپتر اخلي


د افغانستان نظامي چارواکي وایي، روسیې سلا کړې ده چې د افغانستان پر ملي اردو تر شلو ډیرې پوځي هلکوپتر وپلوري، دا موافقه د روسي او امریکایي چارواکو د خبرو پر مهال شوې ده.

روسۍ ورځپاڼه کامرسنت لیکي، روسیې او امریکا موافقه کړې ده، چې یو ویشت پوځي هلکوپتر د څه باندې درې سوه اویا میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان ملي اردو ته تیارې کړي.

ورځپاڼې د چهارشنبې د ورځې په ګڼه کې د افغانستان د هوایي ځواک د قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ په وینا لیکي، په دې برخه کې له یوې مودې راهیسې خبرې روانې دي چې روسیه به پوځي هلکوپتر افغان پوځ ته سپارې او اوس دا خبرې وروستي پړاو ته رسیدلې دي چې ډير ژر به بشپړې شي.

د جنرال عبدالوهاب وردګ په وینا افغان ځواکونه به له دې هلکوپترو د اکمالاتو او ترانسپورت په برخو کې د یاغیانو پر ضد استفاده وکړي.

د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندان زیاته کړه چې امریکایانو ده ته د دغو هلکوپترو د خرڅلاو په اړه معلومات ورکړې دي او ورته ویلې یې دي چې ماسکو به یوویشت مې اوولس هلکوپتر پر افغان پوځ خرڅې کړي او د روان کال تر پایه به دا الوتکې افغانستان ته وسپاري.

د جنرال عبدالوهاب وردګ په وینا د هر هلکوپتر بیه اوولس نیم میلیونه ډالره کیږي چې د ټولو پیسې څه باندې درې سوه اووه شپیته ملیونه ډالرو ته رسیږي.

رویټرز اژانس د روسیې د یوه څیړنیز تحقیقاتي مرکز په وینا وایي، د هرې مي اوولس هلکوپتر بیه له اوو تر لسو ملیونو ډالرو ده خو روسیې د هرې الوتکې بییه څو میلیونه زیاته کړې ده.

د روسیې دفاع وزارت ته یوې نژدې سرچینې ویلې دي چې په دې بییه کې د دغو هلکوپترو د پرزو او روزنې پیسې هم شاملې دي.

روسي چارواکي وایي، د دوی نوي هلکوپتر مجهزې دي او ښه کار کوي. د دغو چارواکو په وینا روسیې د هکلوپترو یولس تولیدونکي مرکزونه سره یوځای کړې.

دې څو د نوعیت او کییفیت له پلوه ښې پوځي او ملکي هلکوپترې جوړې کړي او په دې ډول په نړیوالو بازارونو کې روسي هلکوپتر سیالي وکړای شي.
XS
SM
MD
LG