د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۳

خصوصي امنیتي کمپنۍ:که شرایط پر موږ سخت شي نو له افغانستانه به ووځو


په افغانستان کې یو شمېر خصوصي امنیتي کمپنیو چې د سفارتونو او مرستندېو موسېسو ساتنه کوي، ګواښ کړی که چیري د ولسمشر حامد کرزی حکومت په دوي فشار واچوي چې د تېرو کلونو په عایداتو دې مالیې ورکړې، نو دوي به له افغانستان څخه ووځي.

شاوخوا دیرش هغه کمپنۍ چې د افغانستان حکومت ورڅخه د تېرو کلونو مالیې غواړي، وایي:

دوي باید له ټکسونو یا مالیو څخه معاف شي او دا ځکه چې په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت په څېر د سفارتونو او مرستندېو موسېسو امنیت ساتي.

د دغو خصوصي امنیتي کمپنیو مشران وایي، لویدیځ ډپلوماتان دوي هڅوي چي د افغانستان حکومت ته مالیې ورنه کړي او دوي له افغان چارواکو سره د دغې ستونزې د حل په اړه خبرې کوي.

د افغانستان حکومت تېره میاشت د توقع پر خلاف، له خصوصي امنیتي کمپنیو څخه د مالیو ټولولو غوښتنه وکړه او په عین حال کي یي د موجودو ټولو امنیتي کمپنیو جوازونه نه دي نوي کړې.

وال سټريټ ژورنال لیکي: په دغو کمپنیو باندې د وضعه شوېو مالیو پیسې په ځینو مواردو کې، د کمپنیو د څو کلونو له ګټې څخه هم زیاتې دې.

په کابل کي یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ ویلې، دوي د دومره زیاتې مالیې ور کولو توان نه لري او تر دغو شرایطو لاندې په افغانستان کې فعالیت نه شي کولاي.

د افغانستان حکومت وایي، تر هغې چی دا امنیتي کمپنۍ خپلې مالیې ورنه کړې د وسلو او امنیت ساتنې جوازونه به یي نوی نه شي او دغه راز به د سفارتونو د ساتنې او امنیت لپاره نوي قراردادونه هم تر لاسه نه کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت یو چارواکی وایي، هغه خصوصي امنیتي کمپنۍ چې د سفارتونو او ډیپلوماتیکې ماموریتونو د امنیت ساتنې په برخو کې فعالیت نه لري، له مالیو څخه معاف نه دي خو د افغانستان حکومت د کمپنیو تشخیص سم نه دی کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو د قانون او پالیسۍ پر اساس، د امریکا حکومت د مرستو له متقابل تړون سره سم، له کوربه هېواد څخه غواړي چې په مرستو باید مالیه ونه لګوي.

وال سټریټ ژورنال د مالیې وزارت له ویاند نجیب منلي څخه پوښتنه کړې، چې ولې د سفارتونو د امنیت ساتنې په کمپنیو مالیه لګول شوي؟

ده په ځواب کې ویلي، د هرې مسلې په اړه څه نه شي ویلای خو مالیې ډېرې زیاتې نه دي.

د خصوصي امنیتي کمپنیو په سر د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي او لویدیځو حکومتونو تر منځ لانجه هم راپورته شوې وه.

ولسمشر کرزي تېرکال اعلان وکړ چې خصوصي امنیتي کمپنۍ به د څلور میاشتو په مودې کی منحل کړي. ولسمشر کرزي ویلې و، ځينی امنیتي کمپنۍ د ملکي خلکو په وژنو تورنې او جنایت کارې دې.

د خصوصي امنیتي کمپنیو د منحلیدو نیټه د بهرنیو هېوادونو د پرله پسې غوښتنو پر اساس غزول شوې او داسي استدلال کیږي چی افغان پولیس تر اوسه د امنیت ساتنې کار ته پوره چمتو نه دي.

زیات شمېر مرستندیو موسېسو او د امریکا د نړېوالې پراختیا د مرستې موسسې ویلې، که چیري خصوصي امنیتي کمپنۍ د دوي امنیت ونه ساتي، دوي به په افغانستان کي د پراختیایي پروژو کارونه او فعالیتونه بند کړي.

په دغه کار سره به د افغانستان لپاره د پراختیايي پروژو په مقصد د میلیونونو ډالرو بهرنۍ مرستې هم بندې شي.

زیات شمېر خصوصي امنیتي کمپنۍ وایي، دوي د افغانستان د مالیې وزارت رسمې سند ته منتظر دي او دا مهال ورته یوازې شفاهې خبر ورکړ شوی دی.
XS
SM
MD
LG