د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د کونړ والي:په پوځي عملیاتو کې له سلو ډیر مخالفین وژل شوي


کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، د سرکاڼو او مرورې ولسواليو په روانو عملياتو کې له سلو زيات وسلو ال وژل شوي، يو شمېر ژوندې نيول شوي او په لسګونو ټپيان شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي ازادۍ راډيو ته وويل، د تیرو څو ورځو راهیسې د مرورې او سرکاڼو ولسواليو په سرحدي سيمو کې د نړېوالو او افغان ځواکونو ګډ پوځي عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يي يو سل او دوه ديرش تنه وسلوال وژل شوي، څلويښت يي ژوندي نيول شوي او شل ټپيان شوي دي.

سيد فضل الله وحيدي وايي، تر اوسه ورته د ولسي وګړو د تلفاتو په باب کوم خبر نه دى راغلى.

په ختيځو ولايتونو کې د نړېوالو ځواکونو د مطبوعاتې دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د کونړ د والي له خوا ورکړل شوي معلومات تاييد شوي او زياته کړي يي ده، چې په عملياتو کې د نړېوالو ځواکونو ٦ او د ملي اردو دوه سرتيري وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو دعوه کړې، چې په جګړه کې يي له لسو زيات بهرنې او افغان سرتيري وژلي.

د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په جګړه کې يوازې څلور طالبان وژل شوي او نور ټول وژل شوي، ټپيان او نيول شوي کسان ملکي وګړي دي.

د يادونې وړده چې د مارچ د مياشتي په نهه ويشتمه نېټه نړېوالو او افغان ځواکونو د کوزي پښتونخوا د باجوړ او مومندو سرحدي سيمو ته څيرمه د کونړ ولايت په سرکاڼو او مرورې ولسواليو کې پراخه عمليات پيل کړل چې د چارواکو په وينا تر اوسه دوام لري.
XS
SM
MD
LG