د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

لیبیا:پر ناټو نیوکه شوې چې په بریدونو کې سست دی


د لیبیا د حکومت ضد وسله والو قومندان پر ناټو انتقاد کړی، چې د معمر قذافي پر ځواکونو يي د هوايي بریدونو په برخه کې سست فعالیت کړی دی.

هغه خبردارۍ ورکړی، چې دا موضوع به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د لیبیا د کورنیو چارو پخواني وزیر عبد الفتاح یونس چې د قدافي له مخالفانو سره یو ځای شوی تیره ورځ په بنغازي ښار کې خبریالانو ته وویل:

چې د ناټو د ټکنیو هوايي حملو له امله د قذافي ځواکونو ته دا زمینه برابره شوې چې پرمختګ وکړي او په مصرته ښار کې چې دا مهال کلابند دی خلک ووژني،نوموړي وویل:

(که ناټو یوه اونۍ نورانتظار کړی وای، نو د مصر اته کار تمام شوی وو، ملکي خلک به پاتې نه وو.

زموږ خلک به وژل شوي وای او مسولیت به بیا د ناټو پر غاړه وای،ناټو څوک ده او څه کوي؟ملګرو ملتونو ناټو پر موږ وتپله، خو تر اوسه يې هیڅ نه دي کړي.)

خوناټو بیا په ځواب کې ویلي چې دا تړون د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک له مخې خپل ماموریت ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG