د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

سي اي ای مامورینو د طالبانو رژیم په ړنګولو کې مرسته کړې وه


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان او لیبیا د جګړو د تړاو په اړه او هم د نشه يي توکو په اړه مقالې او تحلیلونه لیکلې، چې جاناقا الکوزي ورته کتنه کړې او په لاندې یوه مطلب کې يي رانغاړلي دي.

وال سټریټ ژورنال:

د امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان او لیبیا د جګړو د تړاو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یي راغلي:

د امریکا خاصو ځواکونو او د سي اي ای مامورینو له افغانانو سره مرسته کړې وه چې د طالبانو رژیم ړنګ کړي.

امریکا دغه راز کولای شي د قذافي په لېرې کولوکې د هغه هېواد له یاغیانو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي: د امریکا د وخت جمهور ریس جورج ډبلیو بوش او دفاع وزیر ډانلد رمز فلډ زیات کار کړی و، چې د غیرمتعارفو جګړو لپاره یوه ستراتیژي برابره کړې.

د همدغه مقصد لپاره ولسمشر بوش او رمزفلډ لازمه ګڼلې وه، چې په افغانستان کې د خپلو درندو وسلو او زرونو عسکرو ځای پر ځای کول په خپلو جنرالانو ومني.

وال سټریټ ژورنال لیکي: په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو وروسته د دغه کار لپاره زیات وخت نه و پاته او امریکايي مشرانو د خپلو خلکو د قهر او احساساتو په طغیان کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره مټې بډ وهلي.

ولسمشر بوش، دفاع وزیر رمزفلډ او د سي ای ای مشر جورج ټیننټ د طالبانو د رژیم د له منځه وړلو لپاره د سي اي ای او خاصو ځواکو ډلې په وسلو سمبالې کړې او افغانستان ته یي واستولې.

ورځپاڼه لیکي: امریکا د شپږو اونیو په مودې کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ او ځواکونه یي افغانستان ته داخل شول.

لیبیا هم د افغانستان په څېر قبایلي ټولنه ده او که وروستي افشا شوي راپورونه سم وي، د افغانستان ستراتیژي په لیبیا کې هم کارول کیږي.

انګلستان د امریکا له سي اي ای سره یو ځای، خاص ځواکونه دغه هېواد ته استولې، خو قذافي ممکن په هغه صورت کې د خپلو ملاتړو قومونو ملاتړ له لاسه ورکړي او له واکه لېرې شي چې قومونه یقیني شي، لویدیځ طاقتونه د هغه په لیرې کولو کې په ریښتیا هم جدي دي.

فارین پالیسي:

د امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې په افغانستان کې د نشه یي موادو د سوداګرۍ په اړه یوه اوږده تحلیلي مقاله لیکلې او په سرلیک کې یي لیکلي، په افغانستان کې د اپینو د سوداګرۍ په له منځه وړلو سره ولې طالبان له پښو نه غورځي او ولې په متحده ایالاتو کې د نشه یي موادو ستونزې له منځه نه ځي؟

خپرونه لیکي: نن سبا افغانستان د نړۍ مارکیټونو ته د هیروئینو صادررات انحصار کړې او د نړۍ د نشه یي موادو په سلو کې ۹۰ برخه په دې هېواد کې تولیدیږي.

فارین پالیسي خپرونه زیاتوي، په افغانستان کې د نشه یي موادو تولید د نورو هېوادونو په پرتله ارزانه دی او له همدې امله ممکن په راتلونکو پنځو او لسو کلونو افغانستان بیا هم په نړۍ کې د نشه یي موادو په تولید کې لومړی مقام ولري.

خپرونه لیکي:عام خلک او امریکایي سیاست وال په دې باور دي چې طالبان د افغانستان د نشه یي موادو له سوداګرۍ او انحصار څخه ګټه وړي. دا خبره تر یوه حده ریښتیا ده.

فارین پالیسي لیکي: طالبان په ریښتیا هم له نشه یي موادو څخه د خپلو تروریستي فعالیتونو لپاره کار اخلي او په پوځي او ملکي هدفونو حملې کوي، خو په خپله طالبان ډېر لږ د نشه یي موادو په سوداګرۍ یا راکړې ورکړې کې دخیل دي، دوي د مالیې په نامه خپلې پیسې له نورو کسانو څخه چې د نشه یي موادو کارو بار کوي، تر لاسه کوي.

فارین پالیسي له ارقامو او نورو څرګندونو وروسته په افغانستان کې د نشه موادو تولید یوه ستره ستونزه بولي او د له منځه وړلو لپاره یي عملي اقدامات داسې په ګوته کړي.

د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې د نشه یي موادو ستونزه جدي وګڼي، تقاضا یي را کمه کړې او په دې کارکې باید د افغانانو ملاتړ تر لاسه کړي، امریکا کولای شي د ایران او روسیې په ګډون د نشه یي موادو مصرف کوونکي هېوادونه وهڅوي چې د نشه یي موادو د استعمالونکو درملنه چټکه کړي او په دې توګه به له افغانستان څخه د صادریدونکو موادو ارزښت کم شي.

د هېواد په امنو سېمو کې د بدیل معیشت مسلې ته باید زیات پام وشي په دې کار سره به امنیت ښه شي او له طالبانو څخه به د خلکو ملاتړ هم په تدریجي ډول له منځه لاړ شي.

په عین حال کې په ادارې فساد کې ښکیل جګ پوړې افغان چارواکي باید له واکه لېرې شي او په دې توګه به په حکومت باندې د خلکو اعتماد زیات شي.
XS
SM
MD
LG