د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

سیډویل:د امنیت د ټینګښت لپاره باید د خلکو ستونزې حل شي


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل وایي، افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په لومړي ګام کې دې ته اړتیا ده چې د پولیسو په لیکو کې د روزنې، کړو وړو او مشرتابه په شمول له هره پلوه بدلونونه رامنځته شي.

د هغه په وینا د افغانستان حکومت باید دا ډاډ حاصل کړي، چې پولیس له خلکو سره مناسب چلند کوي، په خپل سر نیونې پای ته رسیږي، د پولیسوغیر قانوني پوستې او په پولیسو کې فساد له منځه ځي، خو د سیډول په وینا د دې ټولو ترڅنګ په سیاسي برخه کې هم اصلاحاتو او پرمختګونو ته اړتیا ده:

(د امنیت د ټینګښت ترټولو غوره لاره داده، چې د خلکو ستونزې هوارې شي، مخالفتونه که هغه د قومونو یا د مختلفو ډلو ترمنځ وي باید له منځه لاړ شي.

ان په ځینو مواردو کې خلک د حکومت له کاره ستړي شوي ځکه د افغانستان په ځینو ځایونو په جنوب کې حکومت د خلکو په خدمت کې نه دی بلکه د یوه مشخصې ډلې لپاره خدمت کوي.)

د ناټو ملکي استازي د مثال په توګه د مارجې یادونه کوي او وایي، خلکو په دې سیمه کې له طالبانو شکایت نه درلود بلکه له هغو ډلو یي شکایت کاوه چې له طالبانو د مخه په دې سیمه کې حاکم و.

د سیدویل په وینا خلک وایي، که هماغه پخواني پولیس بیا سیمې ته ورشي نو دوي به بیا وسلې ته لاس کړي.

سیدویل وایي، دغې مسلې ته په پام سره حکومت باید ترډیره هڅه وکړي، چې پولیس یي د خلکو په خدمت کې وي او دا کار باید په اصولو او عمل کې ثابت کړي.

د ناټو ملکي استازي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په لار کې شته ستونزو ته په اشاره وویل چې دوي به دغه پروسه په محطاطانه ډول عملی کوي، په دې مانا په لومړي پړاو کې به یواځې د هغو سیمو مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپاري، چې دوي یي وړتیا ولري:

(موږ یواځې په هغو سیمو کې امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارو چې ډاډه یو، په دې سیمو کې سیمه ییز ځواکونه د دې وړتیا لري چې د امنیتي ګواښونه په وړاندې اقدام وکړي.

په دې مانا چې په لومړي ګام کې دوي باید پر خپلې وړتیا باور ولري او له سم مشرتابه څخه برخمن وي.

موږ باید دا ډاډ حاصل کړو، چې په سیمه کې سیاسي وضعیت هم د مسولیتونو د لیږدولو لپاره مناسب دی او هم د سیاسي ستونزو د هواري لپاره جدي لیوالتیا موجوده ده.)

د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو بهیر بشپړیږي، افغانستان د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ولري.

سیډویل په افغانستان کې د ولایتي بیارغونې ټیمونو د فعالیت په اړه وویل، چې دی هم له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم نظره دی چې د دغو ټیمونو فعالیت باید له سره تنظیم شي.

هغه وویل، په ولایتونو کې د بیارغونې دغه پوځي ډلې هغه وخت رامنځته شوی چې سیمه ییزې حکومتي ادارې یا نه وي او یا هم ډیرې کمزورې وې.

هغه وویل اوس چې سیمه ییزې ادارې په خپلو پښو دریدلی دی دغه ډلې کولای شي ورسره د مرستندویه ډلو په توګه فعالیت وکړي:

(زه له دی سره موافق یم چې اوس د دی وخت رارسیدلی چې پی ار ټی یا د بیارغونی ولایتی ټیمونه یوی بلی مرحلې ته داخلي شي او په خپلو فعالیتونو کې بدلون راولي.

په دې مانا چې دوي به نور په خپلواکه توګه د یوې پروژې چارې پرمخ نه وړي بلکه دوي به د افغانستان خلکوته د پروژو په تطبیق کې له حکومت او د ولایتونو له سیمه ییزو ادارو سره همکاری کوي.)

د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د حکومت دارې او امنیت په شمول ډیرو برخو کې پرمختګونه حاصل شوی، خو تر اوسه ډیر څه پاتې دي چې باید ترسره شي.
XS
SM
MD
LG