د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

سیډویل:پي، ار، ټي د افغان حکومتدارۍ د پیاوړي کولو مخنیوي نه کوي


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د ولسمشر کرزي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې، په دې هېواد کې د ولایتي بیارغونې ټیمونه، د افغان حکومتدارۍ د پیاوړي کولو مخنیوي کوي.

مارک سیدویل، نن په کابل کې له ازادۍ راډیو سره په خپلو ځانګړو خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د دې ډلو حضور ګټور تمام شوی دی:

(په افغانستان کې د ولایتي بیارغونې ډلې ښه مخینه لري، په هغو ولایتونو کې چې دا ډلې فعالیت کوي، د ښوونځیو، کلینکونو، روغتونو، سړکونو په جوړولو او نورو لکه د خړوبولو د سیستم په برخو کې ګټور کارونه کړي.)

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر په دې وروستیو کې، د ولایتي بیارغونې د ډلو د فعالیت په درولو ټینګار کړی دی او ویلي يي دي چې دا ډلې په افغانستان کې د سیمه ایزې حکومتداری د پیاوړي کولو مخه نیسي.
XS
SM
MD
LG