د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۲

د عربي هیوادو انقلابونه مشران نه لري


په عربي هېوادو کې د انقلابونو د مشرانو کمبود له افریقا تر منځني ختیځه د دغو هېوادو په روانو انقلابونو څه مثبت او څه منفي اغېز کړی دی؟

په عربي هېوادو کې انقلابونه متنفذو مشرانو ته اړتیا لري. داسې مشرانو ته لکه د مصر جمال عبدالناصر چې خلک یې په عربي نشنلیزم راوپارول او لکه د لیبیا مشر معمر القذافي چې کله ځوان و نو له خلکو سره یې د نوې دوران د پیلیدو ژمنه وکړه.

جرمني خبرې اژانس ډي پي اې په خپل تحلیلي مطلب کې لیکي، چې په عربي هېوادو کې اوسني پاڅونونه او انقلابونه تر اوسه نه حقیقي مشر لري او نه هم خیالي مشر.

په اردن کې د کارګرانو د حقونو د ساتنې یو فعال محمد السنېد وایي، عربي انقلابونه بې مشرانو دي دا ډول انقلابونه یوازې د انټرنټ له لارې ممکن دي چې کولای شي خلک ډیر ژر سره یوځای کړي.

د جرمني اژانس په وینا یو علت چې نن سبا په عربي هېوادو کې پیژندل شوي مشران د پاڅونونو مشري نه کوي، دا دی چې له څو لسیزو راهیسې په منظم ډ ول په دغو هېواد کې سیاسي مخالفان څنډې ته شوې دي.

په سوریې کې مثلا ډير مخالفان په زندانونو کې دي او که څوک د لیبیا د حکومت د مخالفانو لټه کوي نو تر طرابلس په لندن کې ډیر دي.

د یمن ولسمشر علي عبداله صالح بیا د دې لپاره چې خپل واک وساتي لکه د فارس خلیج د هېوادونو د پاچایانو په څېر د حکومت او پوځ مهمې څوکۍ یې خپلو خپلوانو ته ورکړې دي.

خو داسې هم وشول، چې د علي عبداله صالح ناسکه ورور جنرال علي محسن الاحمر وایي چې دی د حکومت د مخالفو اعتراض کوونکو ملاتړ کوي.

د خپلواکو څارونکو په نظر الاحمر بدنامه شخص دی هغه د انقلاب رښتونې مشري نه شي کولای.

د دغه ډول مشرانو غیابت د سیالو ډلو تر منځ د شخړو مخه نیولې ده، له دې سره ډیر ناراضه خلک لارو کوڅو ته راوځي او له عمومي غوښتنې سره چې ازادي او دیموکراسي ده، موافق شوې دي.

خو د مشرتابه کمبود له انقلابه وروسته یوه جدي ستونزه پیدا کوي، هره ډله چې په انقلاب کې یې برخه اخیستې ده ادعاء به کوي چې اصلي خلک موږ وو!

دوه نیمې میاشتې وروسته تر دې چې د تونس ولسمشر زین العابدین بن علي په رسوایي له واکه لرې شو، د تونس انقلابیانو لاهم عادي اصلاحات نه دې پیل کړې. د تونس ګڼ خلک چې د بن علي لرې کیدو ته یې خوشالي کوله اوس حیرانه دي.

په مصر کې هم چې خلکو د تونس یا لیبیا په پرتله د بیان له لږ ډيرې ازادۍ خوند اخیستی د حسني مبارک پر ځای د بل شخص د ټاکلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د اخوان المسلمین د ګوند ولسمشر به د مصر عیسویانو او ازاد فکره خلکو ته د اندیښنې وړ وي، د سولې د نوبل د جایزې د وړونکي محمد البرادعي ملاتړ یو شمیر خلک د دې لپاره نه کوي چې ده ډیر کلونه بهر تیر کړې دي.

د عربي اتحادیې مشر امرموسی چې د خلکو خوښ دی پر ځان غره دی خو دی بیا د اپوزسیون ډلو ملاتړ ته اړتیا لري.

ځوانو عربانو چې د انټرنټ او د موبایل د ایس ایم ایس له لارو د پاڅونونو په بریالي کیدو کې مرسته وکړه په عمومي توګه بدګمانه شوې دي او دوی دې ته هم تیار نه دي چې سیاسي ډلې جوړې کړي او مسوولیت هم په خپله غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG