د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

دلیل:په یو شمېر ولایتونو کې به په راتلوونکي کې روغتونونه جوړ کړو


Afghanistan –Afghan Public Acting Health Minister Suraya Daleel during a press conference in Kabul on 12 March 2011
Afghanistan –Afghan Public Acting Health Minister Suraya Daleel during a press conference in Kabul on 12 March 2011
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د روان 1390 لمریز کال لپاره د خپل پلان د اعلان پر وخت وویل، چې په دې کال کې به د نورو فعالیتونو تر څنګ په یو شمېر سیمو کې نوي روغتونونه او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

د دې وزارت سرپرستي ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په روان لمریز کال کې به د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو ته هم لا ډیره پاملرنه وشي.

نوموړې وویل، چي په بېلابېلو ولایتونو کي خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو په موخه روان کال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کي د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو پلان لري:

“د یوزرو درې نویم کال پروګرام مو د اغاخان په مرسته د جمهوریت د روغتون فعالول، د کابل د هوایي ډګر لویدیځ ته د شیخ زاهد د روغتون د ودانۍ تسلیمول، د غزني ولایت روغتون، د سمنګانو په ولایت کې د پنځوس بستره ایز روغتون ودانول، د پکتیا روغتون، د فاریاب روغتون، د تخارسل بستره ایز روغتون، د کندز د روغتون پراختیا او د نورستان د دیرش بستره ایز روغتون جوړول دي.”

د راپورونو پر اساس اوس مهال ګڼ شمېر افغانان د درملنې لپاره د سیمي هېوادونو په ځانګړي ډول هند او پاکستان ته ځي، چې ډیر لګښت او نورې ستونزې هم ګالي.

خو اغلي دلیل وویل، چې د دې ناروغانو د ناروغیو او نورو ستونزو د معلومونو لپاره دوي سروې کوي، چې په راتلوونکو کلونو کې ورته هغه اسانتیاوې په هېواد کې برابرې کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وویل، چې اوس هم د افغانستان په جنوب او ختیځو سیمو کې 13 ولسوالۍ د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ تر جدي ګواښ لاندې دي، چې سږ کال به هڅه وکړي، د قومي مشرانو په مرسته د ګوزڼ د مخنیوي واکسین په بشپړه توګه تطبیق کړي .

ثریا دلیل په تیر او سږ کال کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د نا امنیو په ګډون د ځینو نورو هغو ستونزو یادونه هم وکړه، چې له امله یي د روغتیايي خدماتو د پراختیا مخه نیولې:

“دا ګواښونه ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او جفرافیایي عوامل لري، چې پر روغتیا اغیزه کوي.

همدارنګه بې وزلي، بې سوادي، مهاجرتونه، د چاپیریال ستونزې او پر مخدرو موادو د روږدو زیاتیدل دا ټولې هغه ستونزې دي چې د وزارت پر لاسته راړونو اغیزه کولای شي.”

د روغتیا وزارت د 90 یم لمریز کال په پلان کې په کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او کابل ولایتونو کې د ویني د بانکونو د جوړولو یادونه هم کړې ده.

که څه هم د روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ښه والي خبره کوي، خو په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د دغو خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه لري.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه هم بلل کیږي، چې مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.
د راپورونو پر اساس په هرو یو لک میندو کې 1400 د زیږون پر وخت د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله مري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG