د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۹

په ختیځ کې ۱۸ تنه مخالفین او د ایف ایم دستګاه نیول شوی


په ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو مسولين دعوه کوي، چې تيره شپه يي د ګډوعملياتو په ترڅ کې ١٨ تنه وسلوال ژوندي نيولي او د يوشمېر وسلو ترڅنګ يي د ايف ايم راډيو يوه دستګاه هم ترلاسه کړې ده.

په ختيځو ولايتونوکې د٢٠١ سيلاب قل اردو د دوهمې لوا وياند جګړن شيرين اغا ازادۍ راډيو ته وويل، چې د کونړ په سرکاڼو او مرورې ولسواليو کې د تيرو شپږو ورځو څخه د نړېوالو ځواکونو سره ګډ پوځي عمليات دوام لري.

هغه وويل، تيره شپه يي د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل او سروبي سيمو کې ١٨ تنه وسلوال ،د ايف ايم راډيو يوه دستکاه ترلاسه کړې او د جنګي مهماتو يوه زيرمه يي هم له منځه وړې ده.

هغه زیاته کړه، د نيول شوو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او دا به وروسته څرګنده شي چې دغه وسلوال کسان څوک او کومې ډلې سره اړيکي لري.

جګړن شيرين اغا وويل، په روانو عملياتو کې ملي اردو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى او د نړېوالو ځواکونو له تلفاتو خبر نه لري.

په ختيځو ولايتونو کې د نړېوالو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې دعوه شوې، چې تيره شپه يي د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د عملياتو په نتيجه کې دوه تنه وسلوال وژلې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دولت د طرفدارو ځواکونو له خوا د شوو دعوو په اړه څه نه دي ويلي خو دعوه يي کړې، چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې يي نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړده، چې د تيرو شپږو ورځو څخه نړېوالو او افغان ځواکونو د کونړ په سرکاڼو او مرورې سرحدي ولسواليو کې ګډ عمليات پيل کړي.

د جګړې دواړو خواو يو بل ته د درنو زيانو نو د اړولو دعوې کړي دي، خو ولسي وګړي بيا وايي چې په عملياتو کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG