د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

منلی:تیري جونزهڅه کوي چې دا ثابته کړي چې اسلام د تشدد دین دی


امریکایي سرزوری تېري جونز
امریکایي سرزوری تېري جونز
د سیاسي چارو افغان کارپوه او لیکوال نجیب منلی په افغانستان کې وروستیو له تشدده ډکو مظاهرو ته په اشارې وايي، د فلوریډا په ایالت کې د یوې کوچنۍ کلیسا پادري چې ټول پلویان یې دېرشو تنو ته نه رسېږي په دې نیت چې اسلام نړېوالو ته ځیږ دین معرفي کړي د قرانکریم د یوې نسحې په سوځولو سره هڅه کړې چې مسلمانان وپاروي.

ښاغلي منلي په یوه لیکنه کې همدا راز کښلي چې امریکایي سرزوري، تېري جونز، چې دا شل پنځه ویشت کاله یې د اسلام پر ضد د تبلیغ لوډسپیکرونه چالان دي، د امریکې په ولس کې یې یوه ذره محبوبیت هم نه دی پیدا کړی خو نن په دې بریالۍ کېږي چې افغان مسلمان ولس د خپلو دروغجنو ادعاوو د ثبوت لپاره په خوځښت راولي.

له ښاغلي منلي سره عصمت څاروان په همدې موضوع مرکه کړې، نور په مرکه کې چې د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG