د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۴

یونان:د معمرالقذافي حکومت د ځان اېستلو هڅه کوي


یوناني چارواکي وايي، چې د لیبیا مشر معمرالقذافي د خپلو پلویانو او د حکومت ضد وسله والو ترمنځ د هغې جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي چې په تېره فبرورۍ میاشت کې پیل شوه.

د یوناني چارواکو په وینا، قذافي د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عبدالعاطي العبیدي د یونان پلازمېنې اتن ته استولی څو له صدراعظم جورج پاپندریو سره خبرې اترې وکړي.

لیبیا او یونان په دې وروستیو کې ډېر ښه اړیکي درلودل، د یونان د بهرنیو چارو وزیر دیمیتريس دروتساس وویل، ښکاري چې قذافي له دې جګړې څخه د وتلو لارې چارې لټوي:

(د لیبیا د استازي له خبرو ښکاري چې د لیبیا رژیم د حل د یوې لارې په لټه کې دی، په سیمه کې د دوامداره سولې او ثبات لپاره جدي هڅو ته اړتیا شته، یونان به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هغه څه وړاندیز کوي چې په وس یې پوره دي.

موږ به له خپلو ټولو شریکانو او متحدانو سره په تماس کې اوسو او هغو ته به د نننۍ کتنې او د یونان د نظریو او وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړو.)

راپورونه وايي، چې د لیبیا استازی عبدالعاطي العبیدي د خبرو اترو د دوام په مقصد ترکیې او مالتا ته هم د سفر په حال کې دی خو تر اوسه داسې نښې نښانې چې طرابلس د جګړې ختمولو ته لېوال دی، نه دي لیدل شوې.

پر دې ابهاماتو سربېره نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې لږ تر لږه د قذافي دوه زامن د هغه پلان ملاتړ کوي چې له مخې یې د دوي پلار له واکه لیرې کېږي.

دا پلان به په لیبیا کې د قانون پر بنسټ د ډیموکراسۍ خواته د انتقال د بهیر لارښود وي. د نیویارک ټایمز راپور د هغه لیبیایي مقام له قوله چې نوم یې نه دی ښودل شوی، لیکي چې وايي، د دې انتقالي پړاو مشري به د قذافي زوی سیف الاسلام کوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې د لیبیا ځواکمن رهبر، یعني په خپله معمرالقذافي دا طرح منلې ده کنه.

په همدې حال کې په لیبیا کې له روانو نښتو ښکاري چې د جګړې د کمېدو نښې نښانې نه لیدل کېږي ځکه د قذافي پلوي ځواکونه او وسله وال مخالفین پر ختیځ بریقه ښار د ولکې ټینګولو هڅه کوي.

سره له دې چې لویدیځ هېوادونه د ملکي وګړو د ژغورنې لپاره د ملګروملتونو د پوځي ماموریت پربنسټ د قذافي پر ځواکونو هوايي بریدونه کوي خو مخالف وسله وال چې بې نظمه دي، د بریقه ښار په بېرته نیولو نه دي بریالي شوي.

د مخالفو وسله والو ملي انتقالي شورا د نړۍ له هېوادو غوښتنه کړې ده چې دوي ته نوره وسله ورکړي او جنګیالي یې وروزي.

په همدې حال کې هغه بېړۍ چې له ترکیې څخه د ۲۳۰ ملکي ټپیانو د انتقال لپاره مصراته ښار روانه شوې وه، د اجازې د ترلاسه کولو لپاره له له څلورو ورځو انتظار وروسته دې ښار ته ورسېده.

د دې بېړۍ سپرلیو خبریالانو ته وویل، وروسته له دې چې حکومت پردې ښار د خوړو د موادو، برېښنا او نور ضروریاتو بهیر بند کړ، د دې ښار کلابندو خلکو د خپل ژوند د ژغورنې لپاره هڅې پیل کړې دي.

دا بېړۍ د مخالفینو په مهم مرکز بن غازي ښار کې د سلونورو ټپیانو د اوچتولو لپاره ودرېده، څو دا ټپیان د علاج لپاره ترکیې ته انتقال کړي.
XS
SM
MD
LG